یوه برخه‎ټاکونکې سیالۍ، شاهین آسمایي د مونانګ مارشیانګډي کلب پر وړاندې

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې خپل د ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ نېټه،سبا د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۲:۳۰ بجو، د مونانګ مارشیانګډي پر وړاندې ترسره کوي. دا سیالۍ د شاهین لپاره برخه‎ټاکونکې او ډېره اړینه ده. د دې لپاره چې شاهین د دې سیالیو له بهیر څخه حذف نه شي، باید د دې میدان ګټونکې شي.

۳ کب, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي، ۱ – ۳ د چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې ماتې وخوړل

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړېواله جام کې د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې چې د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱ لومړې نېټه په لاره واچول شوه، د ۱ – ۳ پایلې سره د چېټاګونګ آباهاني لوبډلې څخه ماتې وخوړل. د چېټاګونګ آباهاني لوبډله، د شېخ کمال ۲۰۱۶ کال جام اتلولۍ سرلیک ګټونکې ده.

۲ کب, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي د چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې میدان ته ځي

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړېواله جام کې د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې د بنګلادېش چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې میدان ته ځي. دا لوبه د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو په لاره اچول کېږي.

۱ کب, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي د شېخ کمال نړېواله جام «ب» ډلې کې ځای وموند

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د بنګلادېش چېټاکونګ آباهاني، او د نیپال موناګ مارشیانګډي کلبونو سره په «ب» ډلې کې ځای وموند.

۳۰ سلواغه, ۱۳۹۵

د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د شاهین آسمایي ګډون

شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل، د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ. دا ټورنمنټ، اته بېلابېل آسیایي فوټبال کلبونه سره راټولوي. دا سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د سلواغې له ۳۰ نېټې څخه تر ۱۴ نېټې پورې د بنګلادېش هېواد چېټاګونګ ښار کې په لاره اچول کېږي.

۲۷ سلواغه, ۱۳۹۵

شاهین و نه شو کولای د آسیا فوټبال کنفډراسیون جام حذفي پړاو څخه صعود وکړي

شاهین آسمايي په راتګ لوبې کې د ۹۰ دقو پرلپسې هڅو وروسته، و نه شو کولای د حاصلات پر وړاندې د خپل ځواک څخه بشپړه ګټه پورته کړي. په داسې حال کې چې شاهین وکولای شو خپل ګول تړلی وساتي خو دا لوبډله د آسیا فوټبال کنفډرسیون ۲۰۱۷ کال جام پيلني پړاو کې په ټوله‎ییزه توګه د ۰ – ۱ پایلې سره حذف شوه.

۲۱ سلواغه, ۱۳۹۵

راتګ سیالۍ کې د حاصلات پر وړاندې د شاهین آسمایي د بریا هیله

بویر اګمابرډیوو او امرالدین شریفي، د شاهین آسمایي روزونکی او کپټان، نن د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۸ نېټه په یوې خبري ناستې کې د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د تاجېکستان حاصلات لوبډلې پر وړاندې راتګ سیالۍ په اړه خبرې وکړې.

۱۹ سلواغه, ۱۳۹۵

د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د شاهین آسمايي برخه ټاکونکې سیالۍ.

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتله لوبډله، شاهین آسمایي، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۹ نېټه د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام پیلنیز پړاو راتګ سیالۍ کې د تاجېکستان پر وړاندې لوبېږي. دا سیالۍ د جمهوري ملي لوبغالې کې د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په

۱۸ سلواغه, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي ۰ - ۱ د حاصلات پر وړاندې ماتې وخوړل

د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د تاجېکستان حاصلات فوټبال کلب پر وړاندې د شاهین آسمایي لومړنې حدفي سیالۍ، د دوشنبې ښار جمهوري مرکزي لوبغالې کې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ نېټه، د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو، په لاره واچول شوه.

۱۳ سلواغه, ۱۳۹۵

د افغانستان شاهین آسمایي او تاجېکستان حاصلات لوبډلو سیالۍ مطبوعاتي کنفرانس

دا خبري غونډه د خبریالانو په شتون کې د پرون له غرمې نه مخ کې د دوشنبې ښار اطلس هوټل کې په لاره واچول شوه. د دې غونډې پیل کې محمد جان حمیداللهوف او صفر علي کریموف د حاصلات لوبډلې مشر روزونکي او کپټان د سبا سیالۍ په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ.

۱۲ سلواغه, ۱۳۹۵

Pages