شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړېواله جام کې د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې چې د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱ لومړې نېټه په لاره واچول شوه، د ۱ – ۳ پایلې سره د چېټاګونګ آباهاني لوبډلې څخه ماتې وخوړل. د چېټاګونګ آباهاني لوبډله، د شېخ کمال ۲۰۱۶ کال جام اتلولۍ سرلیک ګټونکې ده. 

هره سیالۍ ۳ امتیازونه لري او شاهین له خپلې لومړۍ سیالۍ څخه په تش لاس ووتل. د دې سیالیو په دوام کې، شاهین په ډله‎ییز پړاو کې دوې نورې سیالۍ لري. 

د  چېټاګونګ لوبغاړي دا سیالۍ د شاهین آسمایي پر ګول باندې د پرلپسې بریدونو سره پیل کړه؛ په داسې حال کې چې د هغو زیاتره بریدونه د شاهین د دفاعي کرښې لوبغاړو او ګول‎ساتونکي له‎خوا دفع کېدې مګر د آباهاني بریدکوونکي وکولای شو په ۲۲ دقې کې د لوبې لومړی ګول ترسره کړي. په دوام کې، چېټاګونګ وکولای شو په ۳۹ دقې کې خپل دوهم ګول ترسره کړي او دوهمه نیمه یې د شاهین لپاره لا زیاته ګرانه کړه. 

شاهین آسمایي دوهمه نیمه د غوره پاسونو او د پام وړ بریدونو سره په دې هیله پیل کړه چې وکولای شي د لومړۍ نیمې ګولونه جبران کړي. دا هلې‎ځلې په ۵۸ دقې کې د ګټې وړ شوې او سید ناصر حسیني وکولای شو د آباهاني ګول خلاص کړي. که څه هم، د دې ګول څخه ترلاسه شوې انرژي ډېر دوام و نه موند او چېټاګونګ وکولای شو په ۸۲ دقې کې خپل دریم ګول ترسره کړي. 

د دې پایلې د جبران لپاره د شاهین آسمایي هڅو کومه ګټه و نه کړه او دې لوبډلې د ۱ – ۳ پایلې سره د خپلې سیالې لوبډلې څخه ماتې وخوړل. 

شاهین د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د ډله‎ییز پړاو سیالیو دوام کې، دوې نورې سیالۍ پر مخ لري. د شاهین دوهمه سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ نېټه، د کابل پر وخت وروسته له غرمې په ۰۲:۳۰ بجو د نېپال موناګ مارشیانګډي لوبډلې پر وړاندې ترسره کېږي. 

د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د شاهین آسمایي د سیالیو په اړه معلوماتو ترلاسه کونې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزو رسنیو رسمي پاڼې لایک کړئ. د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کونې لپاره د دې لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د دې ټورنمنټ او د شاهین آسمایي لوبډلې انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleagu.official لایک کړئ.