شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړېواله جام کې د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې د بنګلادېش چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې میدان ته ځي. دا لوبه د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو په لاره اچول کېږي. 

وروسته له دې سیالۍ، شاهین د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ او ۶ نېټه، په ترتیب د خپل ډله‎ییز پړاو دوهمه او دریمه سیالۍ د نیپال مارشیانګډي او بنګلادېش محمدان پر وړاندې ترسره کوي.

دا دوهم ځل دی چې شاهین په یوه نړېواله جام کې ګډون کوي. وړاندې له دې، دا لوبډله د لومړي ځل لپاره تاجېکستان هېواد کې د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال پیلنیز پړاو کې په دوو حذفي تګ راتګ پړاوونو کې د تاجېکستان حاصلات لوبډلې پر وړاندې ولوبېدل. 

مجتبی فیض، د شاهین مرستیال روزونکي وویل، «د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې موږ د خپلو نیمګړتیاوو څخه ګڼ شمېر شیان زده کړل مګر ډاډه یو چې هغه نیمګړتیاوې دې ځل د شېخ کمال جام کې نه تکرارېږي.» شاهین د چېټاګونګ ښار کې د درې ورځو لپاره خپل تمرینونه ترسره کړل. 

نن، د شاهین روزونکي بویر اګمابرډیو د خپلې لوبډلې کمزورې ټکې د ډېر ټینګار سره یادې کړې او د هر ډول پښېمانۍ څخه د مخ‎نیوي لپاره یې د برید او بریدضد تلن‎لارو په اړه خبرې وکړې. بویر وویل، «ما ټوله لوبغاړي په سمه توګه وآزمویل او هغوی د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره چمتو ښکاري.»

د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړېواله جام ډله‎ییز پړاو کې هره لوبډله ۳ سیالۍ ترسره کوي او هره بریا ۳ امتیازونه لري. اته لوبډلې، ۳ سیمه‎ییز او ۵ بهرني لوبډلو دې ټورنمنټ کې ګډون کړی. 

د شېخ کمال د سیالیو او پایلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، په لاندیني پتو د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزې رسنۍ www.afghanpremierleague.com او www.youtube.com/afghanpremierleague تعقیب کړئ. د دې ټورنمنټ او د شاهین آسمایي د انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ انسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.offical لایک کړئ.