شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې خپل د ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ نېټه،سبا د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۲:۳۰ بجو، د مونانګ مارشیانګډي پر وړاندې ترسره کوي. دا سیالۍ د شاهین لپاره برخه‎ټاکونکې او ډېره اړینه ده. د دې لپاره چې شاهین د دې سیالیو له بهیر څخه حذف نه شي، باید د دې میدان ګټونکې شي. 

د ډله‎ییزپړاو په لومړۍ سیالۍ کې د چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې د بریا لپاره د شاهین هڅو کومه ګټه نه درلوده او دا لوبډله د ۱ – ۳ پایلې سره د بنګلادېش د استازې څخه ماتې وخوړل. 

د شاهین د سبا ورځې سیال، مونانګ مارشیانګډي، د نېپال د پېژندل شوي لوبډلو څخه یوه ده. د نېپال ملي لوبډلې اته لوبغاړي او دوه نړیواله لوبغاړي د دې ټیم په ترکیب کې ګډون لري. دې لوبډلې وکولای شو د خپل ډله‎ییز پړاو په لومړې سیالۍ کې د ۱۳۹۵ کال د کب په لومړۍ نېټه د ډاکا محمدان  لوبډلې پر وړاندې ۲ – ۰ بریا ترلاسه کړي. 

مجتبی فیض، د شاهین آسمایي مرستیال روزونکي وویل، «موږ د نن ورځې د سیالۍ په ارزښت پوهېږو او د خپل سیال پر وړاندې بریا لپاره بشپړې هلې‎ځلې کوو. په لومړۍ سیالۍ کې زموږ کمزورې ټکې او نیمګړتیاوې د ښاغلي بویر له‎خوا ډېر په ښه توګه وڅېړل شوې او هغوی په دې سیالۍ کې د بریا لپاره ټولې اړینې تلن‎لارې په پام کې نیولي.»

شاهین خپله څلورمه تمریني ورځ، د ۱۳۹۵ کال د کب په ۳ نېټه، د بنګلادېش چېټاګونګ سټوډیوم کې د غوره ځلېدنې لپاره له سره پیل کړې. 

دا هیجانوونکې سیالۍ د بنګلادېش چېټاګونګ سټوډیوم کې، د کابل پر وخت وروسته له غرمې په ۰۲:۳۰ بجو ترسره کېږي. 

د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د شاهین آسمایي د سیالیو په اړه معلوماتو ترلاسه کونې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د دې ټورنمنټ او د شاهین آسمایي لوبډلې انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleagu.official لایک کړئ.