د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتله لوبډله، شاهین آسمایي، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۹ نېټه د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام پیلنیز پړاو راتګ سیالۍ کې د تاجېکستان پر وړاندې لوبېږي. دا سیالۍ د جمهوري ملي لوبغالې کې د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۴:۳۰ بجو په لاره اچول کېږي. 

شاهین دا چانس نه درلود چې وکولای شي په تګ سیالۍ کې د حاصلات پر وړاندې د خپلو لوبغاړو هیلې راوپاروي او په یادې سیالۍ کې چې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ نېټه په لاره واچول شوه، هغوی د ۰ – ۱ پایلې سره د حاصلات پر وړاندې ماتې وخوړل. سربېره پر هغو فرصتونو چې شاهین په واک کې درلودل، د دې لوبډلې لوبغاړو و نه شو کولای په ښه توګه ترې ګټه پورته کړي او دا سیالۍ په خپله ګټه پای ته ورسوي. 

شاهین دا فرصت لري تر څو د خپل دې نامتو سیال پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام ډله‎ییز پړاو ته لاره ومومي. که څه هم، هغوی باید د سې‎شنبې په ورځ، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۹ نېټه، خپل ګول په ښه توګه تړلی وساتي او د خپل سیال پر وړاندې ۲ – ۰ پایله ترلاسه کړي. 

د شاهین آسمایي لوبغاړي د خپل راتلونکې سیالۍ څخه د هر ډول پښېمانۍ او افسوس مخ‎نیوي لپاره، د تاجېکستان دوشنبې ښار کې ډېر ګران تمرینونه ترسره کوي. 

ضیاء آریا، د افغانستان روشن غوره لیګ مرستیال کمېشنر وویل، «د کاوش د نه شتون په اړه کومه اندېښنه شتون نه لري، هغه بېرته تمرینونو ته راستون شوی او بشپړې چمتووالې لري. د لوبډلې هیلې او انګېزې د ستاینې وړ دي او هغوی د تېرې لوبې د جبران لپاره بشپړې هلې‎ځلې کوي.» په دوام کې، هغوی وویل چې د تېرې سیالۍ د پایلې جبران او بریا لپاره په راتګ سیالۍ کې د شاهین چانسونه ډېر زیات دي. 

ښاغلي آریا وویل، «د شاهین دوهم ګول‎ساتونکي، حمیدالله یوسفزي پر ځای چې د تمرینونو په لړ کې ټپي شوی وو، یاسین له کابل څخه دوشنبې ښار ته راغلی او د لوبډلې روزونکي تر څارنې لاندې یې خپل تمرینونه پیل کړي.»

همدارنګه، ښاغلي آریا وویل، «د حاصلات پر وړاندې په راتګ سیالۍ کې ټوله لوبغاړي د یوې سترې بریا په اړه ژمن او هیله‎من دي.» 

دا سیالۍ د سې‎شنبې په ورځ، د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۴:۳۰ بجو ترسره کېږي. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ په ژوندۍ او آنلاین بڼه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې ننداره کړئ. همدارنګه، د دې سیالۍ خبرونه او رپوټونه د دې لیګ په رسمي وېب‎پاڼې، www.afghanpremierleague.com کې د لاسرسۍ وړ دي. د دې سیالۍ د انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ.