شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل، د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ. دا ټورنمنټ، اته بېلابېل آسیایي فوټبال کلبونه سره راټولوي. دا سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د سلواغې له ۳۰ نېټې څخه تر ۱۴ نېټې پورې د بنګلادېش هېواد چېټاګونګ ښار کې په لاره اچول کېږي.

د شېخ کمال جام د فوټبال یو نړیواله ټورنمنټ دی او د چېټاګونګ آباهاني فوټبال کلب د بنګلادېش فوټبال فډراسیون په مشارکت د دې سیالیو کوربه‎توب کوي. د دې ټورنمنټ په ډله‎ییز پړاو کې، ۳ سیمه‎ییز او ۵ بهرني کلبونه په ۲ ډلو وېشل کېږي او له یو بله سره سیالۍ کوي. له هرې ډلې څخه، دوه غوره لوبډلې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره مومي او په پای کې د دې پړاو ګټونکي، پایلنې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

تېر کال، د سپین‎غر بازان، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال اتل، د شېخ کمال ۲۰۱۶ کال جام کې برخه درلوده او د دې سیالیو دریم مقام یې ترلاسه کړ.

سږ کال شاهین آسمایي د لومړي ځل لپاره په یوه نړیواله ټورنمنټ، د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال اتلولۍ جام کې ګډون وکړ. له خواشینۍ سره دا لوبډله په ټوله‎ییزه توګه د ۰ – ۱ پایلې سره د تاجېکستان حاصلات لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړل.

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې، د دې ټورنمنټ په «ب» ډلې کې ځای وموند او دې لوبډلې نن، چارشنبې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې ۲۷ نېټه بنګلادېش ته سفر وکړ.

څرنګه چې د شاهین ۵ لوبغاړي، د آسیا ساحلي فوټبال ۲۰۱۷ کال اتلولۍ جام کې د افغانستان ساحلي فوتبال لوبډلې کې ګډون وموند، ټاکل شوې چې د افغانستان غوره لیګ تر ۲۴ کلن ټیټ عمر لرونکي نوې لوبډلې څخه ۵ لوبغاړي د دې لوبډلې ترکیب کې ونډه واخلي. دا پرېکړه د شاهین آسمایي د اداري هیئت له‎خوا د افغانستان فوټبال فډراسیون په سلاکارۍ ترسره شوې.

د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیوله جام سیالیو او د شاهین آسمایي د چمتووالې تمرینونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ،  او همدارنګه د دې لیګ یوټیوب پاڼه  www.youtube.com/afghanpremierleague لایک کړئ.