د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د تاجېکستان حاصلات فوټبال کلب پر وړاندې د شاهین آسمایي لومړنې حدفي سیالۍ، د دوشنبې ښار جمهوري مرکزي لوبغالې کې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ نېټه، د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو، په لاره واچول شوه. شاهین آسمایي د آسیا فوټبال کنفډارسیون پیلنیز پړاو د ۰ – ۱ پایلې سره د حاصلات فوټبال کلب پر وړاندې پیل کړ. دا لومړی ځل وو چې شاهین آسمایي د آفغانستان په استازېتوب د آسیا فوټبال کنفډراسیون په سیالیو کې ګډون وموند. 

دواړې لوبډلې په ټوله‎ییزه توګه دوو تګ راتګ حذفي سیالیو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي. دا سیالۍ د شاهین آسمایي لپاره یوه کورنیزه سیالۍ وګڼل شوه. 

شاهین لومړې نیمه د حاصلات لوبډلې پر وړاندې واکمني او ډاډ سره پیل کړه؛ که څه هم د هغو مهارتونو سربېره چې لوبغاړو نندارې ته وړاندې کړه، دا لوبډله د بشپړې هماهنګۍ څخه برخه‎منه نه وه. د لوبې په لومړۍ ۳۰ دقو کې، شاهین د فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې او د بریدونو چمتو کونې لپاره تر خپل سیال بریالې څرګنده شوه. سربېره پر دې یې هیڅ کوم ګول ترسره کړای نه شو او د شاهین ضد بریدونه د دې لامل نه شوه چې هغوی وکولای شي کومې مثبتې پایلې ته ورسېږي. د شاهین لوبډلې د جوړښت پر اساس، یوازې امرالدین شریفي د برید کرښې کې ځای درلود؛ کېدای شي دا یو له هغو لاملونو څخه وي چې شاهین و نه شو کولای کوم ګول ترسره کړي. 

له بلې خوا، د حاصلات دفاعي کرښې په لومړۍ نیمه کې د شاهین بریدونه له ډېرې هوښیارۍ سره تم کړه. هغوی د شاهین د بریدونو پر وړاندې، ضد بریدونو ته پام اړولی وو، مګر د لوبې تر دې شېبو پورې، هیڅ یوه لوبډله د ګول لاسته راوړنې لپاره نه وه بریالې شوې، تر هغو چې په ۳۴ دقیقې کې د ګواښ په سیمې کې د فرزاد عطایي څخه خطا ترسره شوه او ابراهیم ربیموو د څارونکي له خوا ټاکل شوې آزادې ضربې څخه په ګټې اخیستنې د لوبې لومړی ګول ترسره کړ. 

د لوبې لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره د حاصلات په ګټه پای ته ورسېدل. 

د دوهمې هیجانوونکې نیمې په لړ کې د ګول ترسره کونې لپاره د شاهین ټولې هڅې بې‎ګټې وې. سربېره پر دې چې لوبغاړو ښه پاسونو وړاندې کول او هڅه یې درلوده چې د ضد بریدونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي خو بیا یې هم کوم ګول ترسره کړای نه شو. مګر چانس د شاهین سره ملګری نه شو او دې لوبډلې و نه شو کولای د لاسته راغلي فرصتونو څخه سمه ګټه پورته کړي. 

همدارنګه، حاصلات هم ډېر غوره فرصتونه ترلاسه کړه خو د بکتاش اکبري، د شاهین ګول ساتونکي له هڅو سره هغوی و نه شو کولای کوم ګول ترسره کړي. 

دا سیالۍ د ۱ – ۰ پایلې سره د حاصلات په ګټې پای ته ورسېدل. 

د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د دې دواړو لوبډلو راتګ سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۹ نېټه ترسره کېږي. 

د شاهین آسمایي د سیالۍ څارنې او د لوبې حساسو شېبو نندارې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com او یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague څخه لیدنه وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبډلې د انځورونو نندارې لپاره، د دې لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ.