نن ، د ۱۳۹۸کال د وږی میاشتې په ۱۷ مه، د سیمرغ البرز پیاوړې لوبډله د موج های آمو لوبډلې سره سیالي کوي. د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دریمه سیالۍ ده. په خپلو تېرو دوو سیالیو کې، سیمرغ البرز، طوفان هریرود پر وړاندې لوبه له لاسه ورکړي او د میوند اتلان لوبډلې ته ۴-۰ په توپیر ماته ورکړي ده. له بلې خوا، د موج های آمو لوبډله تر دی دمه د میوند اتلانو پر وړاندې لوبه مساوي او د طوفان هریرود پر وړاندې لوبه د ۳-۲ په توپیر بایللې ده.
د موج های آمو او سیمرغ البرز لوبډلو ترمینځ نننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کیږي.
نننۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره خورا ارزښتمن ده، هره لوبډله چې د دغې لوبې ګټونکی شي راتلونکې پړاو ته لاره مومي. سیمرغ البرز، هغه لوبډله چې په تېرو فصلونو کې د اتلولۍ ډیرې سرلیکونه یې لاسته راوړې دې، ډېر زیار به وباسي چې د نننۍ سیالۍ ټول ۳ امتیازونه ترلاسه کړي او راتلونکې پړاو ته تګ حتمي کړي. د سیمرغ البرز یو همغږه لوبډله ده او ځوان لوبغاړي خپل ترکیب کې لري. له بلې خوا، د موج های آمو لوبډله هم ځوان لوبغاړي لري او د ملي ټیم لوبغاړی حشمت الله بارکزۍ خپل ترکیب کې لري او د ټیم د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې کې در دې دمه په زړه پورې سیالۍ یې نندارې ته وړاندې کرې دي.
نننۍ سیالې تر دی دمه د اتم څپرکې تر ټولو حساسه او په زړه پورې سیالۍ ده او دواړه لوبډلې د ۳ امتیازونو لاس ته راوړلو لپاره میدان ته ځي.
دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼي کې په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښې لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ په اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/) کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.