د سپینغر بازان، د هېواد سهیلختیځ زون استازې او د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې استازې دریم مقام ګټونکې د اباسین څپې، د هېواد سهیللوېدیځ زون استازې پر وړاندې نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۷ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې لوبېږي.
د اباسین څپې د اووم څپرکې ډلهییز پړاو کې ډېر ژر حذف شو او د نوملړ په پای کې یې اتم مقام ترلاسه کړ. د پچېاچونې پایلې پر اساس؛ دواړو لوبډلو سږ کال د شاهین آسمایي او موجهای آمو ترڅنګ په «الف» ډلې کې ځای وموند او شاهین آسمایي هغه لوبډله ده چې په الف ډلې کې یې اوسمهال درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي. د سپینغر بازان د تېر کال نیمهپایلني پړاو کې د میوند اتلان څخه ماتې وخوړل، په داسې حال کې چې، سیمرغ البرز چې وروسته بیا په هماغه څپرکې کې د سپینغر بازان پر وړاندې د دریم مقام ترلاسه کونې لپاره ولوبېدل، د شاهین آسمایي لهخوا یې ماتې وخوړل او په ترڅ کې یې، نوموړي لوبډلو د دریم مقام لپاره لوبه ترسره کړه چې په پای کې د سپینغر بازان د ۱ – ۰ پایلې سره سیمرغ ته ماتې ورکړه او دریم مقام یې ترلاسه کړ. بلې خوا ته، د اباسین څپې د طوفان هریرود لهخوا د ۶ – ۰ پایلې سره ماتې وخوړل.
د دې ټکو یادونې سربېره هم هیڅ شی د وړاندوینې وړ نه دی، څرنګه چې، د دواړو لوبډلو په ترکیب کې، ځینې بدلونونه رامنځ ته شوي. همدارنګه، هغو هڅو ته پاملرنې سره چې مخکیني لوبډلو په ډلهییز پړاو کې نندارې ته وړاندې کړې، نوموړي دوې لوبډلې هم ښایي ډېره هڅه وکړي تر څو په لومړني کتنې کې، خپل سیال تر اغېزې لاندې راولي او خپل مینهوالو ته شور او هیجان ډالۍ کړي.
ښاغلي احمد ضیاء عظیمي، د سپینغر بازان لوبډلې روزونکي وویل: «د هغه پروګرام پر اساس چې فدراسیون موږ ته وړاندې کړی، موږ ولاړو د هېواد سهیل ختیځ زون ته، د سپینغر بازان مسلکي غړو سیمهییز ټورنمنټونه په لاره واچول او موږ ترې څارنه وکړه. د تېر کال پرتله، ډېر غوره ځوانان زموږ د لوبډلې ترکیب کې شامل شوي او هغه ستوزنزې چې موږ په مرکز، دفاع او برید خط کې درلودې، ټولې د امکان تر حده پورې هوارې شوي. باید ووایم چې سږ کال د سپینغر بازان لوبډله څه نا څه یوه ځوانه لوبډله ده، موږ ډېر استعدادلرونکي لوبغاړي لرو او په دې اړه چې نن به څه ډول لوبه نندارې ته وړاندې کوو، باید وویل شي چې موږ خپلې بشپرې هلېځلې کړي او په دې څو ورځو کې مو په پرلپسې توګه خپل تمرینونه ترسره کړي. ځوانان چمتو دي، خپل تمرینونو ته دوام ورکوي او نن به غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي». هغوی زیاته کړه: «زموږ سیاله لوبډله، د اباسین څپې یوه داسې لوبډله ده چې تېر کلونه یې د پام وړ لاستهراوړانې نه درلودې مګر سږ کال یې په بشپړه توګه بدلون موندلی. زیاتره لوبغاړي یې د کابل څخه دي، ځینې یې د ملي لوبډلې په بېلابېل سني ټولګو کې له ډېرې مودې راهیسې لوبېږي او اوس هم په ملي لوبډلې کې شتون لري، ډېر زیات استعداد لرونکي لوبغاړي دي. په پای کې هم باید وویل شي چې دا د فوټبال لوبه ده او وړاندوینه یې آسانه کار نه دی او نه شو کولای په کره توګه ووایو چې آیا د دې میدان ګټونکي کېږو او یا یې بایلو، که څه هم موږ خپلې بشپړې هلېځلې کوو تر څو دې سیالۍ کې ګټونکي شو».
د اباسین څپې روزنکي، ښاغلي الیاس منوچهري وویل: «د اباسین څپې لوبډله د څو ولایتونو (لوګر، غزني، خوست، پکتیا او میدان وردګ) تر ټولو غوره لوبغاړو څخه رامنځ ته شوې. زموږ ۲۱ لوبغاړي د لومړني لوبې لپاره چمتو دي. لوبغاړي مو زیاتره ځوانان دي او ځینې یې د ۱۹، ۲۱، او ۲۳ کلونو نه کم عمر لرونکي ملي لوبډلو کې ځای لري. ډېره ښه لوبډله ده. دا زموږ لومړنې لوبه ده او هیلهمن یو چې ښه پایله ترلاسه کړو. زموږ لوبډله د ښه چمتووالې څخه برخهمنه ده مګر د ځینې موضوعاتو لهامه چې پېښ شوه او لیګ یې وځنډوی، موږ خپل تمرینات تم کړه، څرنګه چې تر هغه مهاله مو په دوامداره توګه تمرینونه ترسره کول او اوس هم د یوې اونۍ راهیسې مو خپل تمرینونه له سره پیل کړي او هیله من یو چې زموږ ځوانان ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.» هغوی زیاته کړه: ځکه چې موږ وعده ورکړې وه چې سږ کال نیمهپایلني پړاو کې د څلور غوره لوبډلو تر منځ ځای ترلاسه کوو، نو خپلې بشپړې هلېځلې ترسره کوو تر څو وکولای شو خپلې موخې ته ورسېږو».
د اباسین څپې او د سپینغر بازان تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)څخه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.