د یوفا رئیس او د فیفا د رئیس مرستیال، میشل پلاتینی، د خپل د یکشنبه د ورځې په سفر کې خپله ژمنه د افغانستان د فوټبال د فدارسیون څخه د تکنیکې ملاتړ په موخه اعلان کړه. په ضمن کې هغه خپل مبارکې د هیواد غوره شخصیتونه ته د آسیا د سهیل ختیځ په لوبو کې د افغانستان د ملي ټیم د اتلولې لپاره وړاندې کړه.

 یوه خبرې غونډه چې د ۵۰ څخه زیاد د رسنیو خاوندانو په هغې کې شتون درلود د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې په لاره واچول شوه، ښاغلی پلاتینې وویلې چې " زه فکر کوم چې اوس د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته د درناوي وخت دی. ډیر خوشحاله یم چې په افغانستان کې یم."

د هغه ملاتړ په اړه چې یوفا کولاې شي د افغانستان د فوټبال د فدراسیون څخه یی ترسره کړي هغه دا وویلې چې " مونږ اجازه نلرو چې په نغدې ډول مرسته وکړو، خو کولاې شو په نورو برخو کې لکه د افغانستان د فوټبال د پایو په پرمختګ کې همکارې ولرو. مونږ ویاړ لرو چې  کولاې شو د افغانستان سره په دي برخه کې مرسته وکړو." افغانستان ته د یوفا مرسته د یو تفاهم لیک د چهار چوپ له لارې چې مخکې د یوفا او د آسیا د فوټبال د کنفدراسیون په منځ کې تړون شوی دی، ترسره کیږي.

د هغه د لنډ سفر په ترڅ کې، ښاغلی پلاتینې د ځوانو لوبغاړو څخه چې د " فوټبال په جشنواره" کې یې د افغانستان د فوټبال په استدیوم کې شتون درلود کتنه وکړه، هغه د غرمې ډوډې د افغانستان (روشن) د غوره لیګ د لوبغاړو سره وخوړه او په ادامه کې یې لنډه کتنه د ولسمشر کرزی سره درلوده.