منیر الحق ندیم د ا فغانستان روشن غوره لیگ له لومړي کاله بیا تر اوسه د سیمرغ البرز لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی دی. دی اصلاً د پنجشیر ولایت ده خو خپل ټول ژوند يي په مزار شریف کې تیر کړی دی. ندیم له زړه څخه یو اصیل مزاري دی.
ندیم د افغانستان روشن غوره لیګ په تیرو دریو فصلونو کې ټولټال ۱۴ ګولونه تر سره کړي دي. ده د سږ کال په لوبو کې د عقابان هندوکش په وړاندي دوه ګولونه تر سره او ویي کولای شول ۳-۱ په پایلې سره عقابانو ته ماتې ورکړي. نوموړی په دې لوبه کې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.
منیر الحق ندیم له لس کلنۍ څخه فوټبال پیل کړی دی او اوسمهال دیرش کاله عمر لري. دی د دوو اولادونو پلار دی او غواړي د ده زامن له ده څخه ښه فوټبالران شي.
ندیم د بلخ ولایت او د کود و برق په فوټبال لوبډلو کې یوولس کاله لوبه ترسره کړې ده. ددې کالو په جریان کې ډیری وخت دی د کال غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
ده همدارنګه د دوو کالو لپاره د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې ده.
ندیم له لوبغالي بهر او دننه د خپلو همزولو لوبغاړو له خوا له ډیر احترام څخه برخمن دی. مصطفی رضایی چې له ندیم سره یو ځای لوبه کوي وایی: "دی تر ټولو غوره لوبغاړی دی او ټول په دې پوهیږي خو له هغه نه ماسېوا دی ډیر متواضع انسان هم دی".
ندیم وایی چي "موږ دوه کاله پایلوبو ته لاره پیدا کړې ده خو په ډک لاس هیڅکله نه یو ستانه شوي، موږ دا وار هوډ لرو تر څو ددې لوبو د اتلولۍ جام پورته کړو او موږ ددې کار لپاره پوره چمتووالی لرو".
د سیمرغ البرز لوبډله په ۱۳۹۳ کال کې له کوم بریالیتوب پرته خپل کور ته ستنه شوه ، خو دوی د سږ کال په نوروزي ټورنمنټ کې په قوت سره را ستانه شول او په پایلوبه کې يي شاهین آسمايي ته په پینالټي ضربو سره ماتې ورکړه.
د سیمرغ البرز لوبډلې د سږ کال د لوبو په لړ کې لومړۍ لوبه نسبتاً ښه تر سره کړه، دوی به نن خپله دوهمه لوبه د میوند اتلانو په وړاندې تر سره کوي.
ندیم وایی " زموږ لومړۍ لوبه تر سبانۍ هغې ډیره سخته وه. موږ به په ننی لوبه کې په پوره چمتووالي او مثبت ذهنیت سره د لوبې ډګر ته ووزو".