د افغانستان روشن د غوره لیګ د میوند اتلان د ټیم ټول اتلس لوبغاړي ـ نه لوبغاړي د کندهار څخه، شپږ لوبغاړي د هلمند څخه، درې لوبغاړي د نیمروز څخه ـ د مربي او د مربیګرې د څانګه د کارکوونکو سره د یو پلاستیکې دسترخوان خوا او شا ته راټول ول. ښه بوي لرونکې هګې د مرچو سره یو ځای، پياز، رومي بادنجان او مسالي په تودو کرایانو کې د دسترخوان په سر ایښودل شوې وي. وچه ډوډې او خامه يې پنیر ـ د شین چای سره د دسترخوان شا او خوا ته لیدل کیده.

د سهار چای ډیر ژر وڅښل شو، او ټول ولاړ شول او د خالي قابونو او پيالو ټولولو ته چمتو شول او دسترخوان یې پاک کړ. وروسته، دفاعې لوبغاړې میرویس نیمروزي (۱۳#) د فوټبال د جامو له منځه يې لاوداسپيکرونه راوباسل او موسیقې يې خپره کړه. د پښتو سندرو یو لیست وه چې کیداې شي د سهیلې سیمو په ودونو کې مو اوریدلې وي.

حتما هغه د چرګې هګې يې چی خوړلې وي، ډیري قوي وي. ډیر ژر، په خونه کې ټولو کسانو لاسونه پړکول او زمزمه يې کوله، او د خپلو هم ټیمیانو نه یې غوښتنه کوله چې ډګر ته راشي او جبران يې کړي. تر ټولو ښه هنر ښکارونه په دي ډګر کې دفاعې لوبغاړي عبدالقیوم همت (۵#) درلوده، او دا یې جوته کړه چې د فوټبال په ډګر کې د پښو د حرکتونو درلودل ډیر اړین دي خو په نورو ډګرونو کې هم د کار اخیستو وړ دي.

د میوند اتلان کیداې شي د ښه سلوک او خوش طبع چلند ښه توازن د افغانستان روشن د غوره لیګ د لوبغاړو په کور کې ـــــ په هغه ځای کې چې د RAPL ټول اته ټیمونه ژوند کوي ولري او دا پیښه شوې وه ـ او جدي کړن لاره د تمرین کولو لپاره چې هره ورځ د سهار ۶ بجه پیل کیږي، لیدلې وي. بلاخره، د ټیم هر لوبغاړې یا د ښوونځې یو سمستر یا ( ځینو) د دندو رخصتې له لاسه ورکړي تر څو د افغانستان روشن په غوره لیګ کې ګډون وکړي. د ټیم برید کوونکي سید باقر آغا (۱۱#) وویلې، " په هلمند کې د دندې لپاره د ځینو ستونزو سره مخ شوم ځکه چې زه د افغانستان روشن د غوره لیګ لپاره کابل ته راغلم. خو غواړم د میوند اتلان د ټیم سره د جام په اخیستو کې مرسته وکړم. دوهم دا چې، وځلیږم او د افغانستان په ملې ټیم کې وټاکل  شم".

د میوند اتلان ټیم د RAPL د ۲۰۱۳ څپرکې خپله لومړې لوبه جمعه تیره اونې ترسره کړه او د سهیل ختیخ ټیم د اباسین څپې په وړاندې يې ۲ ـ ۰ ماته وخوړه، په داسې حال کې چې د سیال په دروازه يې د دري وو څخه ډیرې ضربې وهلې وي. ناخوښې د لوبغاړو په څیره کې ښکاره ښکاریده، داسې چې هغوي د سیالې بیاځلې د هماغه ورځې په صبا د طلوع ټلویزیون څخه لیدله.

دا جمعه د مازدیګر ۴ بجې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په استدیوم کې د عقابان هندوکش د مرکزي ټیم په وړاندې یوه بله ماته حذفې پړاو ته د هغوي د ښکته کیدو شانس به په قطعې توګه له منځه یوسې.

مشر مربې مختار روفې په دي اړه وویلې: " په دي اونې کې مو تمریناتو ته په سقیله توګه ادامه ورکړه او غواړو تکتیکې او تنظیماتې بدلونونه رامنځته کړو. نن، د مثال په توګه، توپ مو حتې لمس هم نکړ. یوازې هڅه کوو چې هغوي چمتو کړو". هغه دا منې چې د الیاس منوچهري په مربیګرې د عقابان هندوکش ټیم به یو قوي او منظم سیال وي. خو، لاتر اوسه هم ډاډه وو چې کولاې شي بریالی شي.

د دي ټولو تر څنګ، لوبغاړي په خپلو ولایتونو کې د لازیاتو کتونکو په وړاندې د لوبې کولو سره عادت لري. د کندهار د فوټبال استدیوم د ځینو سیالیو په ترڅ کې د ۲۰/۰۰۰ څخه ډیرو کتونکو کوربه يې ـ د مثال په توګه کله چې د هرات ولایت ټیم د کندهار ولایت د ټیم په وړاندې سیالې ولري. فوټبال د نیمروز او هلمند په ولایت کې هم د ځانګړي شهرت درلودنکی دی. د دي ولایت لوبغاړي ادعا کوي چې د هغوي په ولایت کې فوټبال د کرکټ په پرتله ډیر شهرت لري.

نو دا جمعه د مازدیګر ۴ بجې د طلوع یا لمر ټلویزیون او یا هم په ژوندې بڼه د یوټیوب (You Tube) څخه يې وګوري او یا هم د آرمان راډیو او يا آراکوزیا راډیو ته غوږ کیږدي، تر څو پوه شي چې د افغانستان د سهیل په زړه پورې او کاریزماتیک لوبغاړي څه ډول د افغانستان د مرکز د ټیم عقابان هندوکش په وړاندې لوبه کوي. خو مخکې له هغې د پنجشنبه د مازدیګر په ۴ بجو د افغانستان د شمال د ټیم سیمرغ البرز او د افغانستان د ختیځ د ټیم سپین غر بازان تر منځ لوبه هیره نکړي.