د خپلواکۍ له کلیزي څخه یوه ورځ وروسته ، د فوټبال زرګونه مینه وال د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکي په افتتاحي مراسمو کې راټول شوي ترڅو د خپلې خوښې ټیمونو ملاتړ وکړي او د فوټبال فدراسیون لوبغالي کې خوشحاله شېبې تیرې کړي. د شمالي زون استازي سیمرغ البرز د تیر فصل اتل، طوفان هريرود پر وړاندي لوبه ترسره کړه.

د افغانستان غوره لیګ د اتم فصل افتتاحي مراسم نن ، د زمرې ۲۰ مه ، د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځلو لپاره د یو لړ ځانګړو مراسمو او د هیواد د مشهور هنرمندانو لخوا په ژوندی اجراگانو سره پېل شو.

دواړه ټیمونه ، د خپلو مینه والو په ناکرارۍ کې ، یو بل باندې فشار راوړلو سره د سیالۍ لومړۍ نیمایي یې په خورا وړتیا سره پیل کړه ترڅو د خپلی سیال سره نږدې سیالۍ تر سره کړي. په پایله کې ، هیڅ یوې لوبډلې لومړۍ نیمه ونه ګټله اوهیڅ ګول ترسره نشو.

په دوهمه نیمه کې، د طوفان ټیم د لومړۍ نیمایي په پرتله ډیر هڅول شوی و، او د دې مخکښ لوبغاړی، نبي اسحاقزۍ په ۷۷ مه دقیقه کې د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړ.

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب

پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)      کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)  کې ننداره کړئ. د غوره لیګ راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.