په هغه لوبه کې چې ټول د هغې په تمه ول، د اتلولې د سریزې مدافع، طوفان هریرود د کابل څخه د شاهین آسمایې په وړاندې د وروستې نیمې د تګ د دور څخه په لومړې لوبه کې شتون وموند. دواړو ټیمونو په ‌ډله ایز پړاو کې د دوو بریالیتوبونو او یوې مساوي پایلې سره د وروستې نیمې پړاو ته پښه کیښوده. اوس، هر ټیم چې د دوو لوبو په مجموع کې ډیر ګولونه ترسره کړې وه د ۲۰۱۳ کال د لیګ فینال ته لاره مومې.

د طوفان د ټیم هافبک د یو ښکلې او لیدونکي پاس سره غلام رضا یعقوبی د شاهین د دفاعې کرښې شاته د توپ خاوند کړ. غلام رضا هم د یو ښکلې کنټرول سره توپ خپل کړ او توپ یې د دولس مترې فاصلې څخه د سیال د دروازه کین لور ته ولیږدوه، توپ د دروازه په عمودې تیرک د لږیدو څخه وروسته دروازه ته دننه شو. د ګول څخه وروسته هغه د ګول وهنې د لمانځنې لپاره د خپل مربې، سید محسن حمیدې په لور لاړه.

د شاهین غوره شانس د مساوي پایلې د ترلاسه کولو لپاره ۵ دقې وروسته رامنځته شو. مصطفی هاشمې د یو ژور دوکه ورکونکې پاس سره توپ امرالدین شریفی ته ورساوه. په داسې حال کې چې امرالدین بسنده فضا د ګرځیدو لپاره درلوده د یو بې ځایه شوټ سره یې توپ د دروازه د کین لور د تیرک د څنګ څخه دباندې ولیږدوه. د شاهین په لومړې نیمه کې د توپ اخیستنې د غوره توب تر څنګ لاتراوسه یې د ګول وهنې په برخه کې ستونزه درلوده. د لومړې نیمې د پای شپيلې د یو پر صفر پایلې سره د طوفان په ګټه ووهل شوه.

دوهمه نیمه شاهین د لازیاد فشار سره پيل کړه خو بیا هم خپلو برید کوونکو لوبغاړو ته یې د وروستې پاس په رسولو کې ستونزه درلوده. په ۵۸مه دقه کې امرالدین شریفی د څو ښکلو دریبلو څخه وروسته د ۲۰ مترې فاصلې څخه یو دروند شوټ د طوفان د دروازه په لور ولیږه چې د طوفان دروازه ساتونکې هم د یو ښکلې حرکت سره توپ د دروازه د افقې تیرګ د سر نه دباندې ولیږه. د شاهین ډنګر اندامه مدافع لوبغاړې، سید محمد هم خپل د ګول وهنې شانس په ۷۸مه دقه کې د سر د یوې ضربې سره وآزمايې خو یحی زاده په ډیر ښه توګه هغه خپل کړ.

د شاهین ناهیلې کوونکې هڅې په وروستیو دقو کې په یو بد خوب بدلې شوې. په ۹۱مه دقه کې، د طوفان برید کوونکی لوبغاړې، حمید کریمې په ژوره سیمه کې د یو حرکت سره ځان د شاهین د دروازه ساتونکې سره په یوازې او مخامخه شیبه کې ولید. د شاهین دروازه ساتونکې یوسف زی، وروسته له هغې چې ونشو کولاې توپ په خپل واک کې ونیسې، حمید یې په ۱۸ ګامه سیمه کې نسکور کړ او څارونکې پرته له زنډه د پنالتې ټکې ښکاره کړ. د لوبې د پای د شپيلې څخه مخکې حمید کریمې د یوې ښکلې ضربې سره خپل ټیم دوه پر صفره مخ ته واچوه.

اوس طوفان هریرود د یو بریالیتوب، مساوي پایلې او یا حتې د یوې ماتې سره د بیرته راتګ په لوبو کې د لږو ګولونو د توپیر سره کولاې شي فینال ته لاره ومومې. په بدل کې یې شاهین باید د بیرته راتګ په لوبه کې یو بریالیتوب ته د مثبت ۳ ګولونو د توپير سره لاس ومومې تر څو په فینال کې شتون ولري. که د دواړو ټیمونو د بیرته راتګ لوبه د دوه پر دوه مساوې پایلې سره پای ته ورسیږي لوبه به اضافه وخت ته لاړه شي.

د دي لوبې پوره ویډیو کولاې شي دلته ووینې: