بیا د ځمکې په منځ کې د یو روښانه آسمان لاندې د آکروبات د ځوانانو د هنر ښکارونې او د هغوي تر شاو او خوا د اته میشتو ټیمونو له شتون سره، د افغانستان (روشن) دوهم غوره لیګ، د یو ښکلي انځور سره د افغانستان د فوټبال په استدیوم کې، پيل شو.
د پرانیستنې لوبې، د آر اې پي ال د تیري دوره غوره اتل،طوفان هریرود، د افغانستان د لویدیځو ولایتونو استازی یې د سپين غر بازانو د ټیم سره چې ډیری لوبغاړي یې د افغانستان د ختیځو ولایتونو څخه ول،د یو بل سره په سیالې کې مخ کړل. طوفان هریرود، د سیالیو دي دوره ته د ټینګ دفاعې کرښې او فرصت پیژندونکې د برید کرښې په درلودو سره پښه ږدي.

د سیالې لومړې نیمه د طوفان هریرود د هیلې سره برابره وه، د دي ټیم لوبغاړو د سیالې د  پيل څخه د توپ په ساتلو باندی خپل واک ښکاره کړ چې ۷ ډیري ښه دقي یې د هغوي لپاره رامنځته کړې. د طوفان هریرود د منځ د کرښې یو لوبغاړي د سپین غر بازانو دفاعې کرښي ته یو چیپې پاس واچوه په هغه ځي کې چې د دي ټیم د برید د کرښې لوبغاړې د یو ښه کنټرول سره، ځان ۱۸ سیمی ته دننه کړ. دا لوبغاړې د مخامخ ټیم د لوبغاړي لخوا نسکور شو او څارونکې د پنالټې ټکی ښکاره کړ.
واحد ندیم، د طوفان هریرود د ټیم لوبغاړې د پنالټې د ضربه شاته ودرید او د پښي د کین لور د یوې آرامه ضربې سره یې توپ د دروازه کین لور ته واستوه. د طوفان هریرود د ټیم مینه وال د ګول د وهلو څخه وروسته په څوکیو د شور څخه ډک هڅولو سره ډیر ښه وپیژندل شول. ( تاسو کولاې شي اساسې شیبي په ادامه کې وویني)

د سپین غر بازانو وروسته له دي ګول څخه ځیني بریدونه د هریرود په دروازه درلودل چې د ۲۵ یا ۳۰ متره لرې سیمې څخه یې د سیال په دروازې شوټونه کول. خو بیا هم طوفان هریرود خپل ځواک پر سیال راووست،لس دقې وروسته، د کین لور څخه یوي لیږدونې، د سپین غر بازانو د دروازه ساتونکی یې وتو ته اړ کړ په دي توګه چې د سیال ټیم د برید د لوبغاړي سره یې پيښه وکړه، لیږدول شوي توپ د طوفان هریرود د ښي لور هافبک ته،نقیب الله آزادانې ورسید چې د ۱۵ متري څخه د یوې آرامې ضربې سره په وهلو یې دراوزه خلاصه کړه.
خو د طوفان هریرود دریم ګول یو په یاد پاتې کیدونکی ګول په ۲۷ دقه کې وه. وروسته د څو ښکلو حرکتونو څخه د ۱۸ ګامه سیمي په خوا کې،د طوفان هریرود د کین لور د هافبک پاس جلال افشار د توپ خاوند کړ، افشار توپ د یو ښکلي کنټرول سره په خپل ښې پښې راوړ او هغه یې د یوي ځواکمنې او ښکلې ضربې سره د دروازه د کین لور پورته اړخ ته ووهه.

د دواړو ټیمونو مینه وال د دي هنرمندانه شوټ څخه حیران شوي ول، دا ګول د افشار د ټیم د غړي،معروف محمدي د ملی ټیم لوبغاړي د ګول په یادونکی وه چې د سه شنبه په ورځ یې د پاکستان د ملي ټیم په برخه کړ.
د لوبې لړۍ لکه څنګه چې په لومړۍ نیمې کې د طوفان هریرود د ټیم په کنټرول کې وه، دوهمه نیمه په دي توګه تیره شوه. ۷۰مې دقې ته نژدې، معروف محمدي، د ۱۸ سیمې ښي لور ته لیږدول شوي پاس ته یې د یو شوټ سره د طوفان هریرود د څلورم ګول په توګه بدلون ورکړ. د طوفان هریرود ټیم د ګول د جشنواره د پوره کولو لپاره، غلام رضا یعقوبې په ‌ډیرې آسانې او د یوي آرامه ضربې سره پنځم ګول په خپل نوم کړ. دا بریالیتوب، یو آسانه او د درد سر څخه پرته بریالیتوب د اتلولې د سریزي د مدافع لپاره وه.
د لیدونکو د څیري او خندا د رضایت څخه ښکاره وه چې د غوره لیګ د دوهم دور لومړي لوبه، یو بریالیتوب وه. د آر اې پي ال د پیښو د لازیاتو معلوماتو لپاره پنج شنبه او جمعه وروسته له غرمې، زمونږ خپرونې ووینې.