د تیر کال د فینال د لوبې په شان، سیمرغ البرز او طوفان هریرود د ډله ایز پړاو په دریمه او وروستې لوبه کې سره مخامخ شول. د سیمرغ بریالیتوب نه یوازې د تیر کال د فینال د ۲ پر ۱ ماتې غچ له ځان سره درلود بلکه هغوي ته یې د لومړې ډلې د جدول په سر کې ځای ورکاوه. له بل اړخه په دي لوبې کې ماتې د دي ټیم شتون ته یې په نیمه پایلې پړاو کې په راتلونکې اونې کې د موجهای آمو د ټیم د پایلې سره تړاو ورکړ. طوفان هریرود د ۶ امتیازونو سره، له مخکې څخه یې خپل شتون په نیمه پایلې پړاو کې جوت کړې وه او د جدول په سر کې د دي ټیم د شتون لپاره یوه مساوې پایله هم بس وه.

د لوبې د پيل څخه دا طوفان وه چې ډیر ژر یې خپله لیوالتیا د دي لوبې د وړلو لپاره وښوده. هغوي سم د لوبې په ۲۲مه دقه کې خطرناک موقیعت د سیمرغ البرز د دروازه پر مخ رامنځته کړ او وروسته له هغې د دي ټیم دروازه ساتونکی یې هم د فشار لاندې راووست.
د طوفان د کارنر ضربو او درنو بریدونو د سیمرغ دفاع متزلزله کړه، په ۱۵مه دقه کې، سیمرغ لومړي ګول ته تسلیم شو. د طوفان د ټیم د منځنی کرښې لوبغاړی او د ملي ټیم لوبغاړی، معروف محمدی په داسې حال کې چې د هغه څخه ساتنه نه کیده په ۱۸ ګامه سیمه کې د توپ خاوند شو. هغه هم د ښې لیدنې او د پښې د څنګ د ضربه سره توپ په آرامې د دروازه ښې لور ته ولیږه.

یوازې څلور دقې وروسته طوفان هریرود خپل دوهم ګول ته ورسید. نصیر حلیمی ۳مه شمیره لوبغاړې لوړ توپ خپل د ټیم برید کوونکې لوبغاړې حمید الله  کریمی ته ولیږه. کریمی هم په یوې مخامخې او یوازې شیبې کې د سیمرغ د ټیم د دروازه ساتونکې، مرادې د سر څخه تیر شو او په هوساینې سره یې د ګول دروازه په خپل مخ خلاصه کړه.

د طوفان د دفاع کرښه د لومړې نیمې په ادامه کې ډیره کلکه ښکاریده په داسې حال کې چې هغوي د رضایت وړ ۲ پر ۰ پایلې سره د جامو بدلولو خونې ته ولاړل.
دوهمه نیمه آرامه نیمه نه وه، ناڅاپه د ۴-۴-۲ د سیسټم ساتنه، د سیمرغ د برید کرښې ‌ډیره خطرناکه لوبه کوله. په ۵۵مه دقه کې د سیمرغ کپټان، منیرالحق ندیم، فیاض عزیزی یې د توپ خاوند کړ او هغه هم په ډیر ښکلا سره توپ د طوفان د دروازه ساتونکې، فرزان ابراهیمی له سر څخه تیر کړ او خپل د ټیم لومړۍ ګول یې ترسره کړ. د دي ګول سره سیمرغ البرز لوبې ته راوګرځید.

په ۶۹مه دقه کې بیا هم د سیمرغ مینه وال په خواشینې او اندیښنې کې ولاړل. په دي دقه کې یو لیږدول شوي توپ د ښې لور څخه کریمې ته راورسید او هغه هم په هوساینې سره خپل دوهم ګول ترسره کړ.
خو د سیمرغ د مینه والو خواشینې په ۷۵مه او ۷۸مه دقه کې خپل ځای د خوښې سره بدل کړ او لوبه ۳ پر ۳ مساوي شوه. د سیمرغ دوهم ګول د یو کارنر څخه ترلاسه شو. لیږدول شوی توپ د ندیم د سر د ضربې سره په ۶ ګامه سیمه کې مصطفی رضایی ته چې د یو فرصت په کمین کې وه ورسیده. هغه هم د یوې ښکلې کلکې ضربې سره خپل د ټیم دوهم ګول ترسره کړ. د قیچې ضربه په ښه وخت کې د سیمرغ مرستې ته راغله. مساوي ګول هم ۳ دقې وروسته ترلاسه شو کله چې عزیزی توپ د ځمکې په منځ کې خپل کړ او په ډیر ډاډ سره د دفاع نه تیر شو او په ډیر ښکلا سره يې توپ د سیال دروازه ته دننه کړ.

په ۸۵مه دقه کې د سیمرغ د دروازه ساتونکې مخ په ډيره عجیبه توګه د طوفان د ټیم د لوبغاړې د سر ضربه د ګول کیدو څخه وژغورله. سیمرغ لوبه د هماغې ۳ پر ۳ پایلې سره مخ ته ویوړه، مساوي پایله د دواړو ټیمونو لپاره د رضایت وړ وه. طوفان هریرود د الف د ډلې د جدول په سر کې ځای ونیوه او سیمرغ البرز هم دوهم ځای په دي ډله کې ترلاسه کړ. له بده مرغه موجهای آمو چې د غوره لیګ د ډیرو لوبغاړو په نظر، د دي دوره د ښو ټیمونو له ډلې څخه دی، اوس باید د خپلې وروستې لوبې د حیثیت د لاسته راوړلو لپاره راتلونکې اونې د سپین غر بازان د ټیم سره لوبه ترسره کړي.

د دي سیالې پوره ويډیو کولاې شي دلته ووینې: