د کابل د پسرلې د غرمې څخه وروسته د یو روښانه آسمان لاندې، د کابل آسمایې ټیم د افغانستان د مرکز د ټیم، عقابان هندوکش په وړاندې بریالیتوب ته ورسید.

شاهین آسمایی د درناوې څخه ډک پيل درلود، د دي ټیم په جوړښت کې، د ملي ټیم د دفاعي کرښې د څلورو لوبغاړو څخه دري لوبغاړو، او د برید د کرښې څخه دوه لوبغاړو شتون درلود. هغوي د افغانستان (روشن) د غوره لیګ د اتلولي په موخه د سیالیو دي دوره ته پښه کیښوده. په داسی حال کې چې د هندوکش عقابان هم د خپل ټیم په پيژندل شویو څیرو لکه سرمربې، الیاس منوچهر چې د پام وړ دوران یې د ملی ټیم د مربیانو په لوړپوړو کې درلود، ویاړ کاوه.

دا چې دا لومړي لوبه په دي ټیم کې وه، په لومړي نیمه کې دواړه ټیمونو هیجان او اندیښنه ونه ښوده. وروسته له هغې چې د لوبی په لومړي سر کې د هندوکش ټیم څو کارنرو ته غاړه کیښوده، هغوي د لرې لارې څخه د څو شوټونو په وهلو د شاهین د دروازه ساتونکی، حامد یوسف زی یې غبرګون ته اړ کړ چې په ۲۷ دقه کې د کین لور څخه یوې لیږدونې د هغوي لپاره یو خطرناک موقیعت رامنځته کړ. یوسف زی ډیر ښه له هغې څخه ووت. د لوبې د پيل څخه دا ښکاره شوه چې د هندوکش د ټیم د منځني کرښې لوبغاړي د خپلو کابلي سیالانو څخه ویره نلري.

خو شاهین آسمایې په خپل سیال باندې خپل د لوبې ځنډولی سرعت راووست. د هغوي ګټورو هڅو په ۴۰ مه دقه کې ځواب ورکړ. په هغه ځای کې چې د شا برید کوونکی، امیر الدین په توپ باندې د پښې د یو حرکت سره ۱۸ ګامې سیمې ته دننه شو او مخالفې زاویه ته د کینې پښې د یوې ضربې سره یې توپ د سیال ټیم دروازه ته دننه کړ. د شاهین ټیم لومړۍ نیمه د یو صفر د پایلې سره شاته پریښوده.

دواړه ټیمونو په لومړۍ برخه کې اوږه په اوږه سیالې درلوده، خو بیا د شاهین د لوبغاړو هنر ښکارونې ته وار راورسید. وروسته له هغې چې په ۵۳ مه دقه کې د شاهین ټیم د ۴۵ مترۍ څخه د یوی آزادې ضربې خاوند شو، د دي ټیم د آزادو ضربو متخصص توپ د دروازې په لور حشمت بارکزي ته ولیږدوه. بارکزي هم په آرامې سره توپ کنټرول کړ او هغه ته یی د خپل ټیم د دوهم ګول په توګه بدلون ورکړ.

دواړه ټیمونو د ګول وهنې شانسونه درلودل تر دي چی د هندوکش د ټیم هڅه په ۸۸ مه دقه کې ترسره شوه. یوه د کارنر ضربه د ښي لور څخه مرکزي مدافع فرهاد توتاخیل ته ورسیده چې هغه په یوې یوازینې ضربې، توپ د درازې په لاندیني تیر ولګاوه. په استدیوم کې د لیدونکو ډله د دي ناڅاپې ګول څخه حیران شول.

خو سم دوه دقې وروسته، بارکزي د ۲۰ مترې څخه د یوی تم ځایي ضربې سره د مخامخ ټیم د ګل ځواب ورکړ. هغه د سرعت او ځیرنې سره د دي تم ځایي ضربې توپ د دروازی په لور ولیږدوه داسې چې شیرجه د هندوکش د ټیم د دروازې ساتونکی هم بې ګټې وه او یو ښکلی ګول یې ترسره کړ.

دا یو ډراماتیک پای د دي حیرانونکی لوبی لپاره وه. د شاهین آسمایې ټیم د دري پر صفره پایلې سره بریالیتوب ته ورسید په داسې حال کې چې د عقابان هندوکش د ټیم کړنه هم باید وهڅول شي. کیداې شي په حذفی پړاو کې مونږ د دواړه ټیمونو د شتون شاهد اووسو.

د لوبې حساسی برخی دلته ووینې.