د ۲۰۱۳ کال د غوره لیګ د لومړې پړاو وروستې لوبه د شاهین آسمایی ټیم او د سهیل ختیځ ټیم، د آباسین څپې تر منځ په لاره واچول شوه. د دي لوبې بریالی ټیم په نیمه وروستې پړاو کې د شتون جواز ترلاسه کوي او بریالی ټیم هم باید خپل بیکونه وتړي او د لیګ څخه خداي په امانې وکړي. د مساوي پایلې په حال کې شاهین به د عقابان هندوکش سره په نیمه وروستې پړاو کې د (ب) د ډلې استازی وي.

د څلورو ملې اغوستونکو لوبغاړو سره چې شاهین يې لري د دي ټیم څخه د بریالیتوب ډیره هیله کیږي که څه هم د میوند اتلان د ټيم په شان ټیم ته په ماتې ورکولو سره د آباسین څپې لاس او پښې تړل شوی سیال د شاهین لپاره نه دی.
د دي لوبې لومړۍ شانس د شاهین ټیم د پياوړي لوبغاړي، حشمت بارکزي په برخه شو. په ۷مه دقه کې هغه د دروازه سره ۶ متره فاصله درلوده هغه د ښې لور څخه لیږدول شوی توپ د ګول په لور ولیږه. که څه د آباسین په مدافع لوبغاړې باندې د توپ په لږیدو، د دي ټیم دروازه ساتونکې بشیر درمان هغه په آسانې سره خپل کړ.

۱۰ دقې وروسته، د آباسین برید کوونکې لوبغاړې، حشمت الله غزنوې د ۱۸ ګامه سیمې په ښي لور کې ښه فضا ځان ته برابره کړه. هغه هماغه شیبه د یو شوټ سره د دروازه کین لور ته روان وه چې د شاهین دروازه خلاصه کړي خو په وروستیو شیبو کې دا د حمید یوسف زی، د شاهین د دورازه ساتونکې ګوتې وي چې توپ یې د کارنر په لور ولیږه.

دا د آباسین تر ټولو خطرناک موقیعت په لومړې نیمه کې وه. د لومړې نیمې په ادامه کې دا د شاهین د لوبغاړو شوټونه ول چې د آباسین د ټیم دروازه ساتونکی یې ډیر زیاد وزوروه خو د هغوي څخه هیڅ یو هم په ګول بدل نشو. په ۳۳مه دقه کې په یو مخامخ او یوازې موقیعت کې زین الدین شریفې د درمان سره مخامخ شو چې توپ یې د ډیرې فاصلې سره د دروازه څخه دباندې ووهه. دا موقیعت هم د شاهین د ټیم تر ټولو خطرناک موقیعت په لومړې نیمه کې وه. لومړې نیمه د هیڅ یو ګول څخه پرته پای ته ورسیده.
دوهمه نیمه د یو ښکلې ګول سره پیل شوه. سم ۷ دقې د لوبې د پيل څخه تیرې شوې وي چې، سید مقصود هاشمې د یو ښکلې پاس سره توپ بارکزې ته ورساوه. هغه پرته له کومې دمې د پښې د څنګ د یوې ښکلې ضربې سره توپ د دروازه د کین لور ګوشې ته ولیږدوه په داسې حال کې چې د درمان هڅه د دي توپ د دفاع لپاره بی ګټې وه او بارکزی وروسته له دي ګوله د خپل ګول وهنې د چشن لپاره د لیدونکو په لور لاړه.

د لوبغاړو توپ اخیستنې او د شاهین د ټیم ښې لوبې عملا د اباسین ټیم د لاس او پښو واچوه. په داسې حال کې چې د شاهین د ټیم د برید کوونکو لوبغاړو ځان نه سمبالونه د دي لامل وګرځیده چې د هغوي شوټونه د دروازه د چهار چوکاټ څخه پرته هرې خوا ته تلل د هغوي لوبه د آباسین د ځمکې په یو پر دریمې برخې کې ډیره د برید څخه ډکه وه. برید، شوټ او د شاهین د لوبغاړو لخوا د هغوي څخه د توپ اخیستنه د لوبې ډول شوی وه په داسې توګه چې د دي لوبې د بریالی په اړه وړاندوینه شوې وه. محمد عارف یوسف زی د اباسین د ټیم بریدکوونکې په ۹۰مه دقه کې د ۱۲ مترې فاصلې څخه ترلاسه شوي موقیعت له لاسه ورکړ.

نو له دي کبله شاهین آسمایې د عقابان هندوکش څخه وروسته د (ب) ډلې په دوهم ځای کې شتون وموند. شاهین د اتلولې د عنوان د درلودونکي، طوفان هریرود په وړاندې شتون وموند په داسې حال کې چې عقابان هندوکش د شمال د ټیم، سیمرغ البرز په وړاندې به نیمه وروستې پړاو ته لاړ شي.

تاسو کولاې شي د لوبې پوره ویډیو دلته ووینې