د تېر کال اتل، شاهین آسمایي او د اباسین څپې تر منځ هیجانوونکې سیالۍ، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۹نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه. دا د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ پنځمه او د «الف» ډلې دریمه سیالۍ وه. د ۹۰ دقیقو لوبې پای کې، شاهین د ۰ – ۱ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه او د اووم څپرکې پایلني پړاو کې یې خپل شتون لا قطعي کړ.
دواړې لوبډلې ډلهییز پړاو کې خپلو لومړني سیالیو کې ګټونکې شوې او د نن ورځې سیالۍ کې یې نیمهپایلني پړاو کې صعود کونې آسانتیا لپاره هلېځلې ترسره کړې. د اباسین څپې د ځینو شانسونو سربېره و نه شو کولای په لومړۍ نیمې کې تر خپل سیال وړاندې شي، که څه هم باید وویل شي چې د خپل سیالې لوبډلې د ګول پر وړاندې یې ډېر غوره چلند درلود خو بیا هم بریالې نه شوه چې د فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د اباسین څپې، لوبه د دفاعي تلنلارې سره پیل کړه او په داسې حال کې چې شاهین په پرلپسې توګه د هغوی دفاعي کرښه له ګواښ سره مخامخ کړه. سپیناغوستونکي لوبغاړو په ۳۵ دقیقې کې یو ډېر خطرناک ضد برید ترسره کړه مګر، دا کاوش حیدري (د شاهین ګولساتونکی) وو چې خپله لوبډله یې وژغورل.
د لوبې ۴۴ دقیقې کې، د شاهین آسمایي لهخوا د میدان له راسته خوا څخه یو برید ترسره شو، څرنګه چې لوبغاړو توپ د خپلې سیالې لوبډلې ګول ته ښه نږدې کړ او په پای کې هم مصطفی افشار بریالی شو چې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول ترسره کړي.
د اباسین څپې و نه شو کولای لومړۍ نیمې کې د ستاینې وړ لوبه ترسره کړي او پرلپسې بریدونه یې د شاهین دفاعي کرښې لهخوا خنثی شوه. لومړۍ نیمه د لوبڅار شپېلکۍ او ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.
شاهین د لوبې دویمه نیمه د لا زیات جدي چلند سره پیل کړه او څو ځله یې د اباسین ګول له ګواښ سره مخامخ کړ، مګر ګول ته توپ رسېدنې څخه مخنیوي لپاره د سپیناغوستونکو هلېځلې د ګټې وړ شوې.
اباسین هم په پرلپسې توګه ضد بریدونه ترسره کړل، مګر کاوش حیدري بیا هم ټولې ضربې خنثی کړې او د خپل ټیم ګول یې خوندي وساتئ. لوبه د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل او په دې توګه شاهین نیمهپایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره خپل کار آسانه کړ.
د احسائیې پر اساس، ۵۲ سلنه لوبه د شاهین آسمایي په واک کې وه. د شاهین آسمایي لوبډلې څخه کاوش حیدري د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
سبا، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۰ نېټه، د میوند اتلان له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د طوفان هریرود پر وړاندې ځي.
د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.