شاهین آسمایي په یوې دوستانه لوبې کې، د ۱۳۹۵ کال د کب په ۲۳ نېټه «د اردو ځوانان» لوبډلې پر وړاندې ولاړه. دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوه او په پای کې، شاهین آسمایي د ۲ – ۰ پایلې سره «د اردو ځوانان» ته ماتې ورکړه. 

د اردو ځوانانو د توپ او میدان د ترلاسه کونې لپاره لوبه د پرلپسې پاسونو رد او بدل کونې سره پیل کړه. څرنګه چې د لوبې لومړۍ نیمې د شور او هیجان سره دوام درلود، د شاهین آسمایي لوبغاړي حسین علي‎زاده، په ۲۴ دقې کې د لوبې لومړی ګول ترسره کړ. څرنګه چې د ګول‎وهنې لپاره د اردو بریدونه بې‎پایلې پاته شوه، د لوبې لومړې نیمه له همدې پایلې سره پای ته ورسېدل. 

په دوهمې نیمې کې، شاهین د خپل بریا په اړه ډاډه کېدنې لپاره ‎په ۶۴ دقې کې د یوې ضربې سره دوهم ځل ګول‎وهنه وکړه. دې ځل زین‎الدین شریفي، د شاهین بریدکوونکی وو چې ګول یې ترسره کړ. دا دوستانه لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل په ګټې پای ته ورسېدل. 

شاهین آسمایي تېره اونۍ وکولای شو دوې ملګریزې سیالۍ په خپل ګټه پای ته ورسوي چې دا پخپله د دې لوبډلې د ظرفیت او ځواک ښکارندویي کوي. همدارنګه، دا دوستانه سیالۍ د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال په جام کې د شاهین د حضور لپاره ډېر د ګټې وړ کېږي. 

د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام، د فوټبال سیمه‎ییز کلبونه په یوې نړیواله کلنیزې سیالۍ کې د ګډون لپاره راټولوي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان روشن غوره لیګ څخه یوه لوبډله د سیمه‎ییز کلبونو په جام کې لاره مومي. 

له موږ سره پاته شئ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال په جام کې د شاهین آسمایي په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېب پاڼې www.afghanpremierleague.com او د دې لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبډلې د انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه   afghanpremierleague.official لایک کړئ!