د افغانستان (روشن) د غوره لیګ د دوهمې اونې سیالې د افغانستان د شمال د ټیم، سیمرغ البرز، او د افغانستان د شمال ختیځ ټیم، موج های آمو د لوبې سره پيل شوه.
د سیمرغ البرز کیسه، نایب د غوره لیګ د تیر کال اتل، د غوره لیګ د بریالې کړنې څخه د هیواد د ګوټ ګوټ څخه د با استعداده لوبغاړو د معرفې کولو په موخه په ملي ټیم کې د شتون لپاره د روښنایې شاهد ده. د سیمرغ درې لوبغاړي، ۸ مه شمیره، فیاض عزیزي، ۱۱ مه شمیره، او د هغوي ۱۰ مه شمیره کپټان، منیر نادم، په تیر کال کې د ښي کړنې په درلودو یې ملی ټیم ته لاره پيدا کړه.

لوبې ته په پاتو ورځو کې، د دواړه ټیمونو لوبغاړو د لوبې پایله د ۲ پر خلاف وړاندوینه کړي.

نا څاپه د سیمرغ ژر رارسیدونکي خطر چې د ۶ مترې په فاصله سره د سر په ضربه رامنځته شو په داسې حال کې چې د موج های آمو دراوزه ساتونکی يې د دوه ضربو دفاع کولو ته اړ کړ، دا د موج های آمو د منځنې کرښي لوبغاړي ول چې لومړنې ۲۰ دقې پر لوبې سواره ول. د څو ښو پاسونو په ورکولو سره، د آمو د برید د کرښي لوبغاړو دري خطرناکه فرصتونه د لوبې په لومړې کوارتر کې رامنځته کړل. خو هغوي د دراوزه په خلاصولو ونه توانیدل.

وجهای آمو خپل د فرصتونو د له لاسه ورکولو تاوان ورکړ. د لوبې په ۲۱ دقه کې، یو ښه پاس د آمو د دوه مدافع له منځه سید عبید حبیبی ته ( ۱۷ مه شمیره) د ډګر کین لور ۱۸ ګامه لرې ورسیده. هغه توپ ته د پښې په یو حرکت، توپ یې د پښي د څنګ په ضربه مخالفې زاویه ته ووښه چې د دروازه په تیرک د لږیدو څخه وروسته ګول ته ننوته. سیمرغ ۱ پر ۰ مخ ته ولاړ.

خو د موج های آمو لپاره یې د ۱۰ دقو څخه ډیر ځنډ ونکړ چې لوبه مساوي کړي. کین لور ته ښکلی لیږدول شوی پاس د احمدي د کینې پښي د یوې ښکلې لیږدونې سره یو ځای شو، هغه څوک چې خپل بدنې استایل او د لوبې سبک يې د رونالدو په څیر ګڼه ( د ۱۸ مې شمیرې کمیس درلودونکې نه د ۷ مې شمیري). دا لیږدول شوی توپ قیس حکیمي ( ۳ مه شمیره) چې اته متره یې د دروازه څخه فاصله درلوده، د سر د یو کلک او نندارې څخه ډکه ضربه یې د سیمرغ د دروازه ساتونکي، حسن کاشاني د لاسو څخه لري په ګول بدله کړه.
موجهای آمو بیا هم دوهمه نیمه بده پيل کړه. د لوبې په ۴۹ دقه کې، د نیمایې کرښي له شا څخه یو لوړ لیږدول شوی توپ فیاض عزیزي د سیمرغ ۱۱ شمیره لوبغاړي ته ورسید. هغه په سرعت د آمو د نامنظمې دفاع څخه ووت او توپ یې د دروازه ساتونکي د لاسونو له سره دروازه ته دننه ولیږدوه او د آمو مینه وال یې چوپتیا ته اړ کړل.

موجهای آمو په پاتې وخت کې خپل فشار د پراخه بریدونو سره ډیر کړ چې د څو تګ راتګ لامل وګرځید. موج های آمو کله چې توپ له لاسه ورکاوه د سیمرغ لوبغاړو د برید پر ضد لاس پورې کاوه. دواړه ټیمونو ځیني موقیعتونه درلودل، لکه یو خطرناک موقیعت په ۸۰ مه دقه کې چې توپ د یو متر په فاصله سره د سیمرغ د دروازه د تیرک څخه تیر شو.

او لوبه د ۲ پر ۲ مساوي پای ته ورسیده. دواړه ټیمونه به د دي لاسته راوړل شوي پایلې څخه راضی وي که څه هم دواړه ټیمونو ډیر موقیعتونه له لاسه ورکړل.
تاسو کولاي شي د لوبې پوره ویډیو دلته ووینې:

په ۸۳ دقه کې بیا هم د موج های آمو څخه یو هر اړخیزه برید چې د احمدي څخه پیل شو، د سیمرغ منځنی مدافع یې د ۹ شمیري د لوبغاړي، احمد ناصر په مخ د جریمه په سیمه کې خطا ته اړ کړ. او په داسې شیبه کې چې هغوي سخت داسې یو موقیعت ته اړتیا درلوده، د یوي پنالټې ضربه خاوند شول. ناصر توپ سم د درازه منځ ته ولیږدوه په داسې حال کې چې دراوزه ساتونکې ونشو کولاي په خپله پښه د هغي د ګول کیدو څخه مخنیوی وکړي.