د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه ایز ټورنمنټ د مه په ۱۱ نیټه په کابل کې پیل شو. د تېر کال د بریالیتوبونو پر بنسټ د ښوونځیو د کلینیکونو شمېر په هر سیمه ایز ټورنمنټ کې د ۲ څخه ۴ ته ډیر شوی. دا کلینیکونه د پوهنې د وزارت او د افغانستان د فوټبال د فدراسیون سره د نژدې همکارۍ په موخه په لاره اچول کیږي. دا کلینیکونه په هلمند کې په څلورو ښوونځیو کې په لاره اچول کیږي.

•    د بولان مرکزی لېسه
•    د لښکرګاه تورتانګ لېسه
•    د نسوان سی تری لېسه
•    د نسوان مرکزي لېسه

د کلینیک په هره خپرونه کې سل تنه ماشومان د ګډون کوونکو ښوونځیو څخه شتون درلود. دا خپرونې د سولې د پیغام د خپرولو، ملي یووالي او د نشه یې توکو څخه تش ژوند په لپاره طرحه شوي. همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم په دې خپرونه کې د افغانستان روشن د غوره لیګ او د ملي ټيم د لوبغاړو او مسؤلینو په لیږد سره ګډون وکړ. لوبغاړو او مسؤلینو په داسې حال کې چې خپل فوټبالي مهارتونه هم نندارې کېښودل، د ماشومانو سره د سولې د ارزښت، یووالي او د نشه یې توکو څخه د تش ژوند د لارښود په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه مونږ ماشومانو ته د فوټبال کالي او یو شمېر توپونه ووېشل. ورزشي جامو د سولې، ملي یووالي او د نشه یې توکو څخه د تش ژوند پيغامونه درلودل. سربېره پر دې، "افغان غیر پوځي مرستندویه خپرونې" د "نړېوالې هوساینې او پرمختګ" تر سیوري لاندې هر کلینیک ته د فوټبال ۱۰۰ دانې توپه ووېشل. دا خپرونه په اغیزمنه او اوږد مهاله توګه د یوه نړۍ فوټبال(http://www.oneworldfutbol.com)  پروژې له خوا طرحه شوې چې کولائ شي په ستونزمنو او خرابو چاپېریالونو کې په دوامداره توګه ادامه ولري. دا پروژه په نه پرمختللو هېوادونو او شاته پاتو ټولنو کې د ټولنیز پرمختګ په موخه د ترسره شوې ده.
دا خپرونې د زده کوونکو او ښوونکو د تود هرکلي سره مخ شوه او د سولې د مثبت پیغام، ملي یووالي او په یو ګټور چاپېریال کې د هېواد د ځوانانو او راتلونکو نسلونو په منځ کې د نشه یې توکو څخه د تش ژوند په خپرولو کې لویه ونډه درلوده. دا خپرونه به د شین ډګر د خپرونې په لړ کې په اونیزه توګه د یو ساعت لپاره د طلوع ټلویزیون څخه خپره شي.