د پروان سیمه ییز ټورنمنټ د جون د ٩ نېټې څخه تر ١٢ نېټې پورې د پروان ولایت په مرکز، د پروان د فوټبال په سټدیوم کې په لاره واچول شوو. د پروان A ، پروان B ، کاپیسا ، پنجشیر ، دایکندی  بامیان په نوم شپږ ټیمه، د لوېدیځ ختیځ د سیمې هغه ۶ ولایتونه ول چې په دې ټورنمټ کې د ګډون لپاره د ډیرو سختو ستونزو په زغملو سره راغلي ول تر څو وکولائ شي خپل هیلې په ریښتیا بدلې کړي.

د افغانستان روشن غوره لیګ د افغانستان د شمال نه تر سهیله او د ختیځ نه تر لوېدیځه سیالۍ ترسره کړې!

بلاخره د مرکز په زون کې یعنی د پروان ښکلی ولایت، هغه زون چې خلکو یې د لازیات شور او هیجان سره د افغانستان روشن د غوره لیګ د ټولو هغه ټیمونو او لوبغاړو تود هرکلی وکړ چې د دایکندي، پنجشیر، کاپيسا، او بامیان ولایتونو څخه ګډون کړی وو. د سیالیو په لړ کې زرګونو کسانو ګډون کړی وو تر څو خپل د خوښې ټیمونه وهڅوي او د سیالیو څخه خوند واخلي.

هغه سیالۍ چې د ٤ ورځو په لړ کې په لاره واچول شوې وړو او لویانو، زړو او ځوانانو، حتا ماشومانو د ډېرې لیوالتیا سره د پروان ولایت د چاریکار ښار په ورزشي ستدیوم کې ګډون کړی وو، او ټولو یوه موخه درلوده " تل د په افغانستان کې سوله وي" او په همدې هیله یې د مخدره توکو څخه د تش افغانستان هیله وکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د هر لوبغاړي د مهارت او کړنې پر بنسټ، د دې ۶ ټیمونو له ډلې ۲۶ کسه وټاکل. د دې لوبغاړو شمېر به وروسته په یوې ډله ییزې لوبې کې د یوې دقیقې ټاکنې څخه وروسته ۲۱ کسانو ته راټیټ شي. ۲۶ لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کیږي چې د یو بل په وړاندې به سیالۍ ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسؤلین به په دې لوبه کې د وروستیو ۲۱ کسانو لست وټاکي چې په رسمي توګه به د مرکزی له سیمې او" عقابان هندوکش " د ټیم څخه استازیتوب وکړي.

د عقابان هندوکش تیم ۲۶ کسیزه لوبدالو لست 
شماره نوم
پست ولایت
۱ ایمل گریوال ګول ساتونکی پروان ب
۲ محمد اشرف سلطانی ګول ساتونکی بامیان
۳ محمد افشار دفاع پروان ب
۴ سید روح الله دفاع پنجشیر
۵ صفی الله عثمانی ګول ساتونکی پنجشیر
۶ حسین علیزاده دفاع بامیان
۷ فرهاد طوطاخیل دفاع پروان ب
۸ صفی الله کوهستانی دفاع پروان ب
۹ محمد امید عظیمی دفاع پنجشیر
۱۰ سید شیر درویش دفاع پروان ب
۱۱ محمد انور اکبری سنتر آف پروان ب
۱۲ فردین حکیمی سنتر پنجشیر
۱۳ محمد حسن احمدی سنتر بامیان
۱۴ ویس احمد کامگار سنتر آف پروان ب
۱۵ محمد احمدی سنتر بامیان
۱۶ سید وحید الله سنتر پروان ب
۱۷ علی هزاره سنتر آف پروان ب
۱۸ محمد هارون حمیدی سنتر آف بامیان
۱۹ زمری سالنگی فاررود پروان ب
۲۰ عبدالبصیر عابر فاررود پنجشیر
۲۱ عبدالسمیع سروری سنتر پروان الف
۲۲ حاجی محمد پنجشیری دفاع پنجشیر
۲۳  محمد رضا رضائی فاررود بامیان
۲۴ مصطفی کوهستانی دفاع کاپیسا
۲۵ عتیق الله سنتر آف پروان ب
۲۶ عبدالصبور اسیر فاررود پروان ب