په لومړی ځل په تیرو ۳۷ کالو کی، د افغانستان ملی فوټبال ملی ټیم، د پاکستان ملی ټیم کوربه په کابل کی د افغانستان فوټبال فدراسیون استدیوم کی ده، دا سیالی وروسته له غرمی ۴ بجی په یویشتم دی اګست پیلیږی، دا لوبه لومړی نړیوواله لوبه وروسته د ترکمنستان له ملی ټیم څخه په کابل کی ۲۰۰۳ کال کی د نړیوالو سیالو ټاکنو لپاره دی.

یوسف کاکر د افغانستان ملی ټیم د ټیم مشر داسی وایی، موږ هیله مند یو چی دا لوبه ددی له امل شی ترڅو کابل د نړیووالو لا‌‌ډیرو نړیووالو لوبو کوربه اوسی، ځکه چی زموږ ملی ټیم نور ددی ته اړ نشی ترڅو د کورنیو لوبو لپاره نورو هیوادو ته لاړشی، په همدی توګه هغه داسی هم وویل، زه په دی ډاډه یم چی دا لوبه به ددوه هیوادو پاکستان او افغانستان ترمینځ په غوره تفاهم سره ورسیږی، وروستی ځل چی د افغانستان او پاکستان ملی ټیمونه سره مخامخ شوه، په ۱۹۷۶ (۱۳۵۵) کالو کی وه، سیاسی کړکیچ وضیعت ته په لیدو سره په هغه وخت کی د افغانستان او پاکستان ترمینځ په ۷۰ پیړی کی، پاکستان ډیر د افغانستان د کوربتوب او دهغوی منل ورته د حیرانتیا وه.

د اوړی په ۱۹۷۶ کال کی، په زرګونه تنه مینه والا د تاریخی استدیوم قاضی او چمن د جمهوری افغانستان د کالیزی جشن لپاره سره راټول شوی وه، د سرګرمی لپاره د موسیقی ‌ډلی د هیواد له هرګوډ لویدیځ او او اسیا له پلازمینی څخه، د نظامی ځواکونو ټیمونو ددی لپاره چی د ولسمشر داوودخان پام ځان ته واړوی، او کوم ځایونه چی د دولتی وزارت خانو له خوا د خواړو او هنری لوبو لپاره غوره، او ورکړل شوی وه.

د اونی په لړ کی یوه ډیره مهمه ننداره د فوتبال سیالی وه ، په تیرو کالو کی، نامتو ټیمونه له ایران، پاکستان، هند، او ترکیه، او تاجکستان هیواد څخه چی د پخوانی شوری ترکنترول لاندی وه، د جهموری افغانستان کالیزی جشن تورنمت کی شتون درلوده چی دا لوبی په قاضی استدیوم کی ترسره شوی ، په حدود دی ۲۰۰۰۰ زره تنه او یا هم ‌ډیر ددی لوی نندارچیان وه، د نندارچیانو شمیر دومره ډیر وه، چی ګڼ شمیرو یی لوبه له ډیر لیری واټن څخه ننداره کوله.

خو په ۱۹۷۶ کال کی ، افغانستان د یوه ځانګړی ټیم کوربه وه، د پاکستان ملی ټیم د افغانستان الف او ب ټیم سره د سیالی لپاره کابل ته راغلی وه.

د افغانستان الف ملی ټیم د پاکستان ملی ټیم ته دی یو پر صفر نتیجه په قاضی استدیوم کی ماته ورکړه، د لوبی د نظرورکوونکی ګزارش د ملګرتیا او درناوی له مخی وه، خو په بله لوبه کی چی لوبه ډیره سخته او کړکیچنه شوی وه، د افغانستان ب ملی ټیم چی یو پر صفر د پاکستان له ټیم څخه ماته وخوړه ، ولسمشر، داوودخان ملی ټیم ته د مبارکی او پوښتنی څخه د لوبی پای ته رسیدو وروسته په هغه ځای کی ډیره خوښی وښودله، هغه ۵۰۰۰ زره افغانی چی د یوه دولتی کارکوونکی د دری میاشتو له تنخوا سره یی سمون درلوده، دی یوی ډالی په توګه یی د ټیم هریوه لوبغالی ته ورکړی، دا لومړی ځل وه چی د افغانستان حکومت په ښکاره ډول د فوټبال لوبی لوبغالو ته، قدردانی او درناوی وکه.