وروسته له حیرانوونکي سیمه‏ییزو ټورنمنټونو څخه چې د افغانستان په ۸ سیمو کې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته ۸ لوبډلو لپاره د ۲۶ لوبغاړو د ټاکلو لپاره ترسره شول، اوس د لوبډلو خپل‏منځي لوبو ته نوبت رارسېدلی چې د هرې لوبډلې ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا د هغو ۲۶ لوبغاړو لپاره پایلنی ټسټ دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبډلو لپاره ټاکل شوي دي.
د میوند اتلان د تېرکال د نیمه پایلوبو په پړاو کې د سپین غربازانو سره د یوه حیرانوونکې لوبې وروسته په پنالټیو کې یې ماته ومنله. د هرکال په تېرېدو سره، د میوند کړنه لا ښه شوې او هیله کېږي چې سږ کال هم همدارنګه ښکاره شي. په دې څپرکي کې، ۱۲ نوې څېرې سره له څو ارزښتناکو لوبغاړو چې تېر کلونه یې د افغانستان روشن غوره لیګ په نورو لوبډلو کې لوبه کوله، د اتلانو لپاره لوبه کوي. حسین علیزاده، معروف محمدي، مصطفی افشار هغه لوبغاړي وو چې په ترتیب سره یې د عقابان هندوکش، طوفان هریرود، او شاهین آسمایي لپاره لوبه کوله. ځینې په دې باور دي چې سږکال د هغوی لپاره ترټولو غوره فرصت دی چې د اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړي.
د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو او برملا کولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي؛ هغه فرصتونه چې د هغوی د شخصي و مسلکي ژوند په وده کې ورسره مرسته کوي.
په دې کال کې، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی به د غوره لیګ له پیاوړو لوبغاړو څخه؛ په ملي لوبډله کې د شتون لپاره بلنه وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ ټورنمنټ، د افغانستان ترټولو لوی فوټبالي پېښه، د ۱۳۹۴ کال د وږي په ۵ په لاره اچول کېږي.

د میوند اتلان د لوبغاړو لړلیک:
امان الله طوفان ، مهدی رضایی ، حسین علیزاده ، فرزاد عطایی ، مرتضی جعفری ، ولی محمد ، فیض محمد فیضی ، وحید ندیم ، مصطفی افشار ، محمد سلیم نعیمی ، سید باقر میر سلیمی ، عبدل وحید نورزی ، غلام رسول فضلی ، معروف محمدی ، خالد احمد عرفان، سعید ابراهیمی ، اسدالله رضایی ، محمد ظریف فراهی ، ناصر احمد ناصری، محمود نوری، عبد القیوم سپاند