د سیمه ییزو ټورنمنټونو او د ټیمونو تر منځ د سیالیو له لارې د لوبغاړو د ټاکلو دریم کال د ۲۰۱۴ کال د آپریل په ۲۱ نېټه په کابل، د افغانستان روشن دغوره لیګ د تېر کال د اتل په کور شاهین آسمایي کې پیل شو. په روان کال کې ګڼ شمېر لوبغاړي د لومړنۍ آزموینې لپاره حاضر شول چې په ټوله ییزه توګه د هغوي شمېر د تېرو دوو کلونو په پرتله هم ډېر وو، او ۱۰۰ زیات لوبغاړو په هر سیمه ییز ټورنمنټ کې ګډون کړی وو. د نویو لوبغاړو لېوالتیا د افغانستان روشن د غوره لیګ مسؤلین دومره وهڅول چې هغوي د یو ټیم ټوله ییز شمېر د ۱۸ کسانو څخه ۲۱ کسانو ته ډېر کړ. د ټولو هغو ۱۰۰ لوبغاړو له ډلې چې په سیمه ییز ټورنمنټ کې یې ګډون کړی وو، ۲۶ لوبغاړي وټاکل شول چې وروسته به هغوي په ټیم کې په ۲۱ تشو ځایونو کې د ځای پر ځای کیدو لپاره د یو بل سره سیالۍ وکړي. د هر ټیم ۲۱ لوبغاړي د فزیکي، رواني او د هغوي د چلند د معیارونو پر بنسټ د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د دوو لوړپوړو مسؤلینو لخوا وټاکل شول.
په روان کال کې د افغانستان روشن غوره لیګ د تعصب څخه پرته ټیمونو په جوړولو ټینګار درلود د همدې کبله ټولو لوبغاړو ته عادلانه فرصت برابر شوی تر څو د اتو سیمه ییزو ټیمونو له ډلې په یو ټیم کې وټاکل شي. هغوي لوبغاړی وهڅول تر څو د خپلو ولایتونو څخه سفر وکړي او هڅه وکړي چې د یوې بلې سیمې په یوه ټيم کې ګډون وکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو هڅه وکړه تر څو د ټیمونو د لوبې کچه په عادلانه توګه د استعدادونو د وېشلو له لارې د ټولو اتو ټیمونو لپاره په یوه کچه جوړه کړي او د سیالۍ لیګ ته دودیزه بڼه ورکړي. د افغانستان روشن د غوره لیګ د موخې پر بنسټ چې ملي یووالی دی، په روان کال کې سیمه ییز ټورنمنټونه په هغو ولایتونو کې په لاره واچول شول چې تېر کال په هغو ولایتونو کې په لاره نه وو اچول شوي. د مثال په توګه، تېر کال د میوند اتلان سیمه ییز ټورنمنټ د کندهار په ولایت کې په لاره اچول شوی وو خو سږ کال د هلمند په ولایت کې په لاره واچول شو.