مونږ د غوره لیګ د لومړنیو لوبو په وروستې اونې کې شتون لرو. دوه سیالانو نن، د شمال ختیځ ټیم، موجهای آمو او د ختیځ ټیم، د سپین غر بازان د الف د ډلې څخه دوه ټیمونه دي چې لارې موندلو او د وروستې نیمې په پړاو کې د شتون هیڅ هیله نلري. دواړو ټیمونو تر اوسه په خپلو دوو لوبو کې بریالیتوب نه درلود په داسې حال کې چې په دي لوبه کې بریالیتوب هم د سیالیو په راتلونکې پړاو کې د هغوي د شتون لپاره کومه اغیزه نلري.

خو دا لوبه یوه حیثیتې لوبه د دواړو ټیمونو لپاره ده. د غوره لیګ د نورو ټیمونو د لوبغاړو د نظر پر بنسټ، موجهای آمو د دي لیګ د غوره ټیمونو څخه وه. هغوي غواړي دا مطلب مخکې له دي څخه چې کورته ولاړ شي، جوت کړي. په بل اړخ کې، د سپین غر بازان ټیم د خپل دوو لومړې لوبو څخه د ۵ خوړل شویو ګولونو سره ‌ډګر ته راغلي دي. یو بله ماته کولاې شي د هغوي لپاره ناهیلې کوونکې لاسته راوړنه وي.

کیداې شي د لیدونکو د لږ شتون لپاره، دواړو ټیمونو د ګول وهنې او برید لپاره شور او لیوالتیا نه درلوده او په لومړې نیمه کې د لوبې ډیر وخت د ډګر په منځ کې تیر شو. ډیر لږ موقیعتونه په دروازو باندې رامنځته شول که څه هم د هغوي څخه هم سمه ګټه وانخیستل شوه. د سپین غر بازان د ښي لور هافبک، زیارمل په ۱۰مه دقه کې ځان په یو مخامخه او یوازې شیبه کې د دروازه ساتونکې، صبور اسلمي سره ولید خو د هغه ضربه د دروازه د تیرک څخه تیره شوه. هغه په ۲۷مه دقه کې هم په غبرګون ښودلو اړ شو په داسې توګه چې د فهیم افکار دروند شوټ یې ‌ډیر ښه دفاع کړ او کارنر ته یې ولیږه.

په داسې حال کې چې موجهای آمو د توپ د لاسته راوړنې له لحاظه ډیر زیاد غوره توب درلود، هغوي د لومړې نیمې تر وروستیو شیبو پورې ونشو کولاې خطرناکه موقیعتونه د سپین غر بازان د ټیم د دروازه پر مخ رامنځته کړي. په ۴۵مه دقه کې یو لیږدول شوی توپ د سپین غر د دفاع لخوا په سمه توګه دفاع نشو. دا توپ د موجهای آمو منځنې لوبغاړې عبدالجبار عرب ته ورسید. هغه هم په خلاصو سترګو د یو ځمکني ضربې سره د ۲۰ مترې فاصله څخه توپ په ګول بدل کړ.
دي ګول دواړه ټیمونه د دوهمې نیمې د پيل لپاره ویښ کړل. په داسې حال کې چې موجهای آمو لازیاد فشار د ګول وهلو لپاره راووړ د لوبې د جریان پر خلاف دا سپین غر بازان ټیم وه چې ګول ته ورسید. په ۵۴مه دقه کې د ختیځ ټیم هافبک د توپ پرته یو حرکت سره د آمو دفاع ته دوکه ورکړه تر څو چې دا توپ د دي ټیم برید کوونکې لوبغاړي عبدالهادی صافی ته ورسید. هغه هم د یوې ضربې سره د دروازه ساتونکې د پښو د منځ څخه تیر کړ او لوبه یې مساوي کړه.

سم لس دقې وروسته، د ختیځ ټیم بل برید کوونکې لوبغاړې، وحید احمد د لوړ سرعت سره ځان لیږدول شوي توپ ته ورساوه او د دروازه ساتونکې سره په مخامخه او یوازې شیبه کې مخ شو. احمد د پښې د څوکې د یوې ضربې سره د تړل شوې زاویه څخه د شمال ختیځ ټیم دروازه د دوهم ځل لپاره خلاصه کړه. دي د انرژي څخه ډک لوبغاړې خپل د ټیم لومړۍ بریالیتوب په دي سیالې کې ښکاره کړ.

د احمد ګول د دي کتنې بریالیتوب ځانګړي کړ. ناڅاپه د یو بل برید کوونکي لوبغاړي زیاتول د موج های آمو په ټیم کې، هغوي د لوبې په ۲۰ وروستیو دقو کې ونشو کولاې کوم ګول ته لاس ومومي. په ۷۰مه او ۸۳مه دقه کې عتیق الله شیرزاد او کیانوش د آمو د ټیم څخه په ترتیب ونشو کولاې تر څو د ترلاسه شویو فرصتونو څخه ګټه واخلي. په داسې حال کې چې دا د ختیځ د ټیم دفاع وه چې د یوې یو موټې دفاع سره یې وکولاې شو خپل لومړۍ بریالیتوب د ۲۰۱۳ کال په لیګ کې وساتې.

البته دي بریالیتوب د سپین غر بازان د وروستې نیمې پړاو ته ونه لیږدول خو دا یو ښه پای د هغوي لپاره وه. موجهای آمو، په بل اړخ کې، تریخ او د انتظار څخه لرې پای د غوره لیګ د ښو ټیمونو له ډلې څخه یو ټیم ته ورپه برخه کړ.

تاسو کولاې شي د دي لوبې پوره ویډیو دلته ووینې.