د حاجي معروف رستموف ځلمیان، د تېر کال اتلان او د پلازمینې استازي، په ډلهییز پړاو کې خپلې دریمې او ورستۍ کتنې کې، د سپینغر بازان لوبډلې سره ولوبېدل او د ۳ – ۱ پایلې سره یې یادې لوبډلې ته ماتې ورکونې سره، درې نور امتیازونه په خپل نامه ثبت کړل، او د «الف» ډلې څخه د تر ټولو زیات امتیازونو سره یې نیمهپایلني پړاو ته لاره وموندل. دا په زړه پورې سیالۍ، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۳ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه.
دواړو لوبډلو له دې نه وړاندې د «الف» ډلې دوو نورو لوبډلو، د اباسین څپې او موجهای آمو پر وړاندې، چې هره یوه په ترتیب سره ۳ او ۱ امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي، سیالۍ ترسره کړې. شاهین د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې لومړنې سیالۍ کې د موجهای آمو پر وړاندې ولاړه، او د ۲ – ۰ پایلې سره یې یادې لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو بلې خوا ته، د سپینغر بازان په خپل دوهمې سیالۍ کې چې د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې اوومه سیالۍ وه، د یادې لوبډلې پر وړاندې ولوبېدل او لوبه یې د مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. د سپینغر بازان خپلې لومړنې سیالي کې، چې د ډلهییز پړاو دوهمه سیالۍ وه، د اباسین څپې پر وړاندې ولوبېدل او د ۳ – ۲ پایلې سره یې ماتې وخوړل، مګر شاهین آسمایي په خپلې دوهمې سیالۍ کې، چې د ډلهییز پړاو پنځمه سیالۍ وه، د نوموړې لوبډلې پر وړاندې ولاړه او د ۱ – ۰ پایلې سره یې ماتې ورکونې سره درې نور امتیازونه هم ترلاسه کړل. نوموړې دوې لوبډلې، موجهای آمو او د اباسین څپې په ۲۵ نېټه د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
د سپینغر بازان د شاهین آسمایي لهخوا د لوبې د پیل څخه ډرېبل کېدنې ته محکوم وه. د لوبې لومړني کمزوري بریدونه ټول د سپینغر بازان لوبډلې د پیاوړي سیال لهخوا ترسره شول، په داسې حال کې چې، د سپینغر بازان هم د ضد بریدونو هیڅ یو فرصت ضایع نه کړ، مګر کومه ګټه یې هم ترلاسه نه کړه او خپل سیال یې په هیڅه توګه د ګواښ سره مخامخ نه کړ.
د لوبې لومړني ۴۵ دقیقو په لړ کې، دواړې لوبډلې میدان باندې په مساوي کچه واکمنې وې او د یو بل پر وړاندې یې ګړندې او جدي مبارزه وکړه، مګر هیڅ یوې و نه شو کولای کوم ګول ترسره کړي، که څه هم، شاهین آسمایي زیاتره واکمنه ښکاره شوه او سیاله لوبډله یې په پرلپسې توګه وارخطا وه او یوازې یې د ضد بریدونو څخه د خپل سیال اغېزمن کونې په موخه ګټه پورته کړه. لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.
د اباسین څپې په څرګنده توګه دوهمه نیمه د پام وړ جدیت او ښایي د خپلې خپرونې سره سم د بریدونو ترتیب لپاره او د دفاعي کرښې په اړه هوساینې سره پیل کړه. څرنګه چې، د شاهین آسمایي تجربه لرونکي لوبغاړي د ډېرې حوصلې سره، یوازې د غوره فرصتونو په لټه کې لوبېدل.
بلاخره ناصر حسیني د یو ډېر غوره برید په ترڅ کې چې د ملګرو لهخوا یې ترتیب شو، په ۵۹ دقیقې کې، د لوبې لومړنی ګول ترسره کړ.
مګر د سپینغر بازان چمتو نه وه چې دومره ژر خپله بایله ومني، او ۱۵ دقیقو وروسته، هدایت الله قریشي د کاوش حیدري د ګول په لور یوې آزادې ضربې څخه په ګټې اخیستې، او د یو ډېر پیاوړي – کره شوت سره د برابرۍ ګول ترسره کړ.
شاهین آسمایي، له دې ګول وروسته ډېره جدي شوه او د لوبې تر پایلني شېبو پورې یې، په پرلپسې توګه د خپل سیال د ګول په لور بریدونو ترسره کړل، چې په پایلې کې یې، یوه پنالټي ضربه ترلاسه کړه. انور اکبري دا پنالټي شاټ ترسره کړ او خپله لوبډله یې مخکښ کړه، څرنګه چې له دې ګول وروسته ډېر ژر، د لوبې اضافي وخت کې، د شاهین آسمایي لوبغاړو د خپل سیال د ګول خوا ته د هڅو داوم لپاره ډېره انرژي او لېوالتیا درلوده، او بلاخره دا هڅې په ۹۴ دقیقې کې د ګتې وړ شوې، څرنګه چې حشمت الله بارکزي د لوبې دریم او وروستی ګول ترسره کړ.
په داسې حال کې چې د سپینغر بازان لوبډلې لپاره د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډلهییز پړاو کې همدا د پای ټکی وو، شاهین آسمایي، د ۳ – ۱ پایلې او درې نور امتیازونو ترلاسه کونې سره د «الف» ډلې په سر کې یو ځل بیا نیمهپایلني پړاو ته لاره وموندل.
د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official) کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.