(FIFA.com) د ۱۳۹۶ کال د لړم ۲۱ نېټه
په بریالۍ توګه د شپږم څپرکې پای ته رسونې سره، د افغانستان غوره لیګ په هېواد کې د فوټبال د ودې لپاره یو بل مثبت او بېسارې ګام پورته کړ. د ۲۰۱۶ کال، شپږم څپرکې پایلنې کتنې کې، شاهین آسمایي خپل سیال، د میوند اتلان ته ماتې ورکونې سره د څلورم ځل لپاره د دې لیګ اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړ.
د روان کال سیالۍ د سپټامبر میاشتې په لومړني ورځو کې پیل شوې او په معمول ډول اته غوره لوبډلې چې د افغانستان د اتو زونونو څخه استازېتوب کوي، په دو ډلو کې، په کابل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.
په پای کې، د دې لیګ دوې غوره او نامتو لوبډلې د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۵ نېټه په پلازمېنې کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. څرنګه چې، شاهین آسمایي د اضافي وخت پای ته رسېدنې سره خپل سیال، د میوند اتلان لوبډلې ته د ۴ – ۳ پایلې ماتې ورکړه او د دې لیګ د اتلولۍ سرلیک یې خپل کړ.
د سپټامبر او اکټوبر میاشتو په لړ کې د لیګ د لوبو پیل سره، زرګونه مینهوال د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پلازمېنې کابل ته راغلل تر څو دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې له نږدو څخه ننداره کړي، په داسې حال کې چې په زرګونو نورو مینهوالو د ټلویزوني شبکو له لارې دا سیالۍ تعقیب کړې. د سږ کال نیمهپایلني او پایلني پړاو سیالۍ وروسته له څه د باندې پنځو لسیزو وروسته په بېسارې توګه په سټوډیوم کې د نصب شوي څراغونو په وړانګو کې د شپې لهخوا په لاره واچول شوې.
د افغانستان فورټبال فدراسیون سکرټر جنرال، ښاغلي عليرضا آغازاده د فیفا بنسټ چارواکو ته وویل: «افغانستان له ډېرې اوږدې مودې لهخوا د کورنیزو جګړو، قومي اختلافاتو، او همدارنګه د سیاسي بدلونونو څخه اغېزمن دی چې د هېواد د خلکو تر منځ یې وېره او بېزاري خپره کړې،» ښاغلي عليرضا آغازاده وویل: «ملي یووالې ته د رسېدنې په موخو د نورو خپرونو تر څنګ، فوټبال یو له تر ټولو ګټوره لاره ګڼل کېږي. موږ کولای شو د فوټبال له لارې خپل هېوادوالو ته د سولې او یو بل پالنې پیغامونې وړاندې او او هغوی د مليیووالې په لور دعوت کړو.»
«د دې ټکو ته پاملرنې سره، د افغانستان فوټبال فدراسیون، د نورو خصوصي بنسټونو په ملاتړ او همدارنګه د افغانستان غوره لیګ د هڅو سره، د خلکو تر منځ د مليیووالې رامنځ ته کونې په موخه ګڼشمېر ګټورې خپرونې په لاره اچولي.»
د افغانستان فوټبال فدراسیون ته په یو برېښنالیک کې، د فیفا بنسټ رئیس، ښاغلي ګیاني انفانټینو د یو بل پړاو بریالي کمپاین په ترڅ کې، د دې بهیر د اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې او همدارنګه د لیګ پلي کوونکي چارواکو ته مبارکي وړاندې کړه.
هغوی وویل: «دا زما لپاره د خوشالۍ وړ ده چې شاهین آسمایي لوبډلې ته د څلورم ځل بریا په اړه مبارکي وړاندې کوم! د دې اتلولۍ سرلیک ګټنه، د شاهین آسمایي لوبډلې د هڅو ښکارندویي کوي او په ځانګړې توګه د دې لوبډلې د ټولو لوبغاړو، د روزونکو، اداري هیئت، ټولو فني او تخنیکي کارکوونکو او په تېره بیا د دې لوبډلې د مینهوالو هلېځلې د ستاینې وړ دي.»
«د فوټبال ورزش د ټولنې په استازېتوب، زه غواړم د شاهین آسمایي لوبډلې او همدارنګه د دې ټولنې د ټولو چارواکو څخه د همکارۍ او د فوټبال په برخه کې د مثبت پیغامونو وړاندې کونې لپاره منندویي وکړم.»
د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې لوبو د بشپړ کلیپونو او د غوره شېبو د لنډ کلیپونو نندارې لپاره د (www.youtube.com/afghanpremierleague) لېنک ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړهپورې لوبډلو او لوبغاړو د انځورونو نندارې لپاره د لیګ (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ.
د مقاله په لاندې آډرس کې د لاسرسۍ وړ ده:
http://www.fifa.com/live-scores/news/y=2017/m=11/news=afghan-premier-lea...