د کندز سیمه ییز ټورنمنټ د مې د ۱٨ نېټې څخه تر ٢۱ نېټې پورې د کندز ولایت د مرکز د شاروالی د فوټبال په سټدیوم کې په لاره واچول شوو. د کندز ، بدخشان ، تخار ، او بغلان په نوم شپږ ټیمه، د شمال شرق د سیمې هغه ٤ولایتونه ول چې په دې ټورنمټ کې د ګډون لپاره د ډیرو سختو ستونزو په زغملو سره راغلي ول تر څو وکولائ شي خپل هیلې په ریښتیا بدلې کړي.

د فوټبال زرګونه پر شوره مینه وال د کندز د سیمه ییز ټورنمنټ لپاره چې د " سیمرغ البرز" د ټیم د لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترتیب شوي وه، راټول شوي ول. مینه وال د بدخشان، کندز، تخار او بغلان ولایتونو د لرې سیمو څخه د خپل ټیم د هڅولو لپاره راټول شوي ول. هیجان او خوښۍ د مینه والو په څیرو کې ښکاریده او د هغوي ګڼ شمېر ګډون د فوټبال سره د دې سیمې د مینې ښکارندوئ وه. په تېرو دوو لیګونو کې ګډون او د ملي ټیم بریالیتوبونو د ځینو لوبغاړو لپاره هیجان او ښه انګیزه رامنځته کړې وه په داسې توګه چې د هغوي غوره نندارې په ذهنونو کې د یو ښه ملي ټیم د درلودو هیله ژوندۍ کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د هر لوبغاړي د مهارت او کړنې پر بنسټ، د دې ۶ ټیمونو له ډلې ۲۶ کسه وټاکل. د دې لوبغاړو شمېر به د جون په ۳۰ نېټه په یوې ډله ییزې لوبې کې د یوې دقیقې ټاکنې څخه وروسته ۲۱ کسانو ته راټیټ شي. ۲۶ لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کیږي چې د یو بل په وړاندې به سیالۍ ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسؤلین به په دې لوبه کې د وروستیو ۲۱ کسانو لست وټاکي چې په رسمي توګه به د شمال شرق له سیمې او د " موج های آمو " د ټیم څخه استازیتوب وکړي.

د موجهای آمو تیم ۲۶ کسیزه لوبدالو لست
شماره اسم
پست
۱ محمد صبور اسلمی گول ساتونکی
۲ محبوب کاکر گول ساتونکی
۳ حزب الله دشتی گول ساتونکی
۴ عبدالله رحیم رحمانی مرکزی لوبدله
۵ بشیر احمد کوهدامنی مرکزی لوبدله
۶ کیانوش خاوری مرکزی لوبدله
۷ فضل الرحمن محمدی مرکزی لوبدله
۸ نسیم الله حسین خیل مرکزی لوبدله
۹ امین الله سروری مرکزی لوبدله
۱۰ بشیر احمد مرکزی لوبدله
۱۱ جبار عرب زاده مرکزی لوبدله
۱۲ محمد عارف بصیری مرکزی لوبدله
۱۳ قسمت احمدی دفاع
۱۴ محمد عیسی زاهدی دفاع
۱۵ عتیق الله شیرزاد دفاع
۱۶ هدایت الله احمدی دفاع
۱۷ امین الله کریمی دفاع
۱۸ بریالی محمد زاده دفاع
۱۹ محمد هارون قادری دفاع
۲۰ محمد ضمیر فقیری دفاع
۲۱ عبدالقیوم دولت زی دفاع
۲۲ مسعود قاری زاده دفاع
۲۳ لعل بادشاه ترخیل فارورد
۲۴ حاجی محمد فارورد
۲۵ محمد جعفر صدیقی فارورد
۲۶ مجیب الله امیری فارورد