کله چې د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولیو دفاعي اتله د روان کال د مرغومې میاشتي په لسمه نیټه د یادو سیالیو په نیمه پایلوبو کې له سریلانکا سره مخامخ شي،ډیری کارپوهان اټکل کوي چې په یاده سیالۍ کې د افغانستان د بریا چانسونه ډیر دي.

د خراسان زمریان په یادو لوبو کې له یو مناسب او غښتلي ترکیب څخه برخمن دي او په یوولس کسیزه ډله کې د فیصل شایسته، زبیر امیري او د ټورنمنټ د ډیر ګول وهونکي خیبر اماني په شان لوبغاړي شتون لري. پیټر شګرټ د افغانستان مشر روزونکي په تیره لوبه کې د لوبډلې څو مهم لوبغاړې له لوبډلې کینولي وو خو بیا هم دوی وکولی شول د ۴-۱ په پایلې سره د ګروپي سیالیو په وروستۍ لوبه کې مالدیف ته سخته ماتې ورکړي.

سمیټ پیریرا د سریلانکا د ملي لوبډلې مشر روزونکې له سیالۍ څخه مخکي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ده لوبډله له څو ټپي لوبغاړو څخه کړیږي خو ده زیاته کړه چې دا ټپونه دومره لوی نه دي او د دوی په لوبه به چندان اغیز ونه لري. د سریلانکا لوبډلې له نیپال سره په خپله لومړنۍ لوبه کې سیالې لوبډلې ته د ګول وهني ډیر موقعیتونه ورکړل او د توپ مالکیت هم تر ډیره بریده د نیپالي لوبغاړو په ولکه کې وو خو د ریفانس محمد د وروستۍ دقیقې ګول د سریلانکا لپاره کافي وو چې دوی نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه. دوی په خپله تیره لوبه کې د هند له خوا هم له سختې ماتې سره مخامخ شول خو بیا هم په درو ټولیزو نمرو سره اوس کولای شي په نیمه پایلوبو کې ګډون وکړي.

تمه کیږي چې افغان لوبډله به خپله طبیعي بریدګره لوبه تر سره کړي خو په عین وخت کې به سریلانکا هم هڅه کوي تر څو خپله دفاعي کرښه مظبوطه او له خپلو ترلاسه شویو فرصتونو څخه په زیاته پیمانه د ګول و هني لپاره ګټه پورته کړي. که څه هم افغان لوبډله په کاغذ باندي تر سریلانکايي سیالې ډیره غښتلې ښکاري خو د فوټبال لوبې ته په کتلو سره په سیالۍ کې هر څه پیښیدلای شي. په همدې وخت کې بیا د فوټبال مینه وال د یوې په زړه پورې لوبې لیدلو ته شیبې شمیري.

د  افغانستان او سریلانکا لوبه به د نن ورځې د نیمه پایلوبو دوهمه لوبه وي چې د افغانستان په وخت د مازیګر په ۵:۳۰ بجو د طلوع او لمر ټلویزیونونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.