د میوند اتلاان او د سپینغر بازان لوبډلو تر منځ لومړنې تګ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۱ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون سټوډیوم کې په لاره واچول شوه. د فوټبال زرګونو مینهوالو نن شپه د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې نیمهپایلني پړاو دوهمه سیالۍ ننداره کړه. اتلان په نیمهپایلني پړاو کې خپلې لومړنې سیالۍ کې د ۲ – ۰ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه او پایلني پړاو ته یې د رسېدو لپاره یې یو بل ګام پورته کړ.
د میوند اتلان، د پنځم څپرکې دویم مقام ګټونکی، لوبه د پرلپسې بریدونو سره پیل کړه. تر ۲۰ دقیقې پورې د یادې لوبډلې هیڅ یو برید کومه پایله نه درلوده. د اتلان تکړه بریدکوونکي، فیض محمد فیض، په ۲۰ دقیقې کې د یو کره شوټ سره د لوبې لومړنی ګول ترسره کړه او د خپلې لوبډلې وړتیا یې څرګنده کړه. نندارهچیانو له ډېر شور او هیجان سره مخکښ لوبډله وهڅول ترڅو په لومړې نیمه کې په دوامداره توګه خپل واکمني حفظ کړي، په داسې حال کې چې، د دې لوبډلې نور بریدونو هیڅ کومه مثبته پایله نه درلوده او د سیالې لوبډلې د دفاعي کرښې او ګولساتونکي لهخوا تم شوه.
د سپینغر بازان په لومړې نیمې کې د ګول ترسره کونې لپاره هیڅ کوم د پام وړ چانس ترلاسه نه کړ. د اتلان هیڅ یو برید د لوبې تساوي پایلې لپاره د ګټې وړ نه شو.
اتلان په دوهمې نیمې کې هم د خپل وړتیاوو څخه بشپړه ګټه پورته کړه او ګڼشمېر د پام وړ فرصتونه یې په واک کې درلودل. امرالدین شریفي، د اتلان بریدکوونکي په ۶۱ دقیقې کې د یوه پاس څخه په ګټې اخیستنې د لوبې دویم ګول هم ترسره کړ. په دوام کې، د سپینغر بازان د دویمې نیمې په پایلني شېبو کې تر یوه حده پورې پر خپل سیال باندې فشار راوېست، مګر د اتلان په دفاعي کرښې کې هیڅ کومه نیمګړتیا په ډاګه نه شوه. د بازان ګولساتونکي، ذهیب اصیل د ټولو بریدونو پر وړاندې ښه دریځ وکړ او خپل ګول یې د ټولو ګواښونو څخه مصون کړ.
بازان په نیمهپایلني پړاو کې خپله لومړنې تګ سیالۍ د پام وړ کمزورتیا سره سر ته ورسول او په پای کې یې د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې وخوړل.
د میوند اتلان او د سپینغر بازان راتلونکې اونۍ، پنجشنبې د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۷ نېټه د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.
د لوبې سرشمېرنو پر اساس، د میوند اتلان لوبډلې ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل. فیض محمد فیض، د بازان بریدکوونکي د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره (www.youtube.com/afghanpremierleague) ته مراجعه وکړئ. د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو ترلاسه کونې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) مراجعه وکړئ.