یوهان کرویف تیره اونۍ د ۶۸ کلونو په عمر ومړ. دی د فوټبال د نړۍ یو تر ټولو غټه او مهمه څیره بلل کیږي. دی په دوه دلیلونو له ځانګړي شهرت څخه برخمن دی.

اول دا چې نوموړي په لومړي ځل د ټوټال فوټبال یا هر اړخیز فوټبال اصطلاح را منځته کړې ده. د ۱۹۷۴ په نړیوال جام کې کرویف او د هغه روزونکې رینوس میشیل دا اصطلاح وکاروله. په همدې کال د هالنډ لوبډلې وکولای شول چې د نړیوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړي خو په پایلوبه کې د لویدیځ جرمني د لوبډلې له خوا له ماتې سره مخ شو.

دا فلسفه په هغه تیوري ولاړه ده چې وايي د فوټبال هر لوبغاړی کولی شي د لوبې د ډګر په هر کونج کې لوبه تر سره کړي. د میشیل تر روزنې لاندې، کرویف وکولای شول چې پورتنۍ اصطلاح په هر اړخیز ډول په عمل کي پیاده کړي. دی د فوټبال په لوبه کې له ځانګړي تخنیک څخه برخمن لوبغاړی وو.

د ۱۹۷۴ په نړیوال جام کې ده یو بل فوټبالي حرکت هم اختراع کړ چې اوسمهال ورته د کرویف څرخیدونکی حرکت ویل کیږي.

کرویف یوازې د هالنډ د لوبډلې جادوګر لوبغاړی نه وو؛ ده په ۱۹۷۱، ۱۹۷۲ او ۱۹۷۳ کلونو کې د امسټرډام لوبډلې ته د اروپايي هیوادونو د فوټبال جام هم وګټلو. ده همدارنګه په ۱۹۹۲ کال کې د بارسلونا لوبډلې د روزونکې په توګه له دې لوبډلې سره مرسته وکړه چې د اروپایي هیوادونو خپل لومړی جام وګټي. هغه متل چې ګواکې غټ لوبغاړي ښه روزونکي نه شي کیدای د کرویف لپاره هیڅ وخت صدق نه کوي.

دی د فوټبال په نړي‎ۍ کې یو نه هیریدونکی لوبغاړی دی چې  په دې توانیدلی دی د بارسلونا لوبډلې ته له ځان سره د لوبې یو ځانګړی سبک راوړي چې تر اوسه هم د بارسلونا لوبډله په همدې سبک لوبه کوي.