۲۹ کب, ۱۳۹۵

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال سیمه‎ییز ټورنمنټ پچې‎اچونې پایله، کابل

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال سیمه‎ییز ټورنمنټ کې د کابل مرکزي حوزې څخه ۱۰ لوبډلو د ګډون جواز ترلاسه کړ. دا لوبډلې په دوو برخو ووېشل شوې، پنځه لوبډلې په «الف» او پنځه نورې په «ب» ډلې کې.

۱۸ کب, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال ته بیاکتنه: د اباسین څپې

د اباسین څپې لوبډله د خوست، لوګر، پکتیا، غزني، پکتیکا، او میدان وردګ ولایتونو څخه استازېتوب کوي. د افغانستان روشن غوره لیګ په ټولو څپرکو کې د ګډون سربېره، دې لوبډلې تر اوسه پورې کوم د پام وړ لاسته‎راوړنه نه درلوده.

۱۶ کب, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال ته بیاکتنه: د سپین‎غر بازان

د سپین‎غر بازان د افغانستان د ختیځې حوزې په استازېتوب د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال کې د خپل اتلولۍ سرلیک څخه دفاع‎کونې لپاره، کابل ته راغلل.

۱۵ کب, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال لیګ ته بیاکتنه: عقابان هندوکش

د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ د عقابان هندوکش لوبغاړو ټاکنې لپاره د پنجشېر ولایت د مارشال محمد قسیم فهیم لوبغالې کې په لاره واچول شو.

۸ کب, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي و نه شو کولای د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي

شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل، د بنګلادېش محمدان لوبډلې پر وړاندې د ۱ – ۲ ماتې سره د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې چانس له لاسه ورکړ، دا سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۶ نېټه په لاره واچول شوه.

۳ کب, ۱۳۹۵

یوه برخه‎ټاکونکې سیالۍ، شاهین آسمایي د مونانګ مارشیانګډي کلب پر وړاندې

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې خپل د ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ نېټه،سبا د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۲:۳۰ بجو، د مونانګ مارشیانګډي پر وړاندې ترسره کوي. دا سیالۍ د شاهین لپاره برخه‎ټاکونکې او ډېره اړینه ده. د دې لپاره چې شاهین د دې سیالیو له بهیر څخه حذف نه شي، باید د دې میدان ګټونکې شي.

۲ کب, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي، ۱ – ۳ د چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې ماتې وخوړل

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړېواله جام کې د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې چې د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱ لومړې نېټه په لاره واچول شوه، د ۱ – ۳ پایلې سره د چېټاګونګ آباهاني لوبډلې څخه ماتې وخوړل. د چېټاګونګ آباهاني لوبډله، د شېخ کمال ۲۰۱۶ کال جام اتلولۍ سرلیک ګټونکې ده.

۱ کب, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي د چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې میدان ته ځي

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړېواله جام کې د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې د بنګلادېش چېټاګونګ آباهاني پر وړاندې میدان ته ځي. دا لوبه د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو په لاره اچول کېږي.

۳۰ سلواغه, ۱۳۹۵

شاهین آسمایي د شېخ کمال نړېواله جام «ب» ډلې کې ځای وموند

شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د بنګلادېش چېټاکونګ آباهاني، او د نیپال موناګ مارشیانګډي کلبونو سره په «ب» ډلې کې ځای وموند.

۲۷ سلواغه, ۱۳۹۵

د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د شاهین آسمایي ګډون

شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل، د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ. دا ټورنمنټ، اته بېلابېل آسیایي فوټبال کلبونه سره راټولوي. دا سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د سلواغې له ۳۰ نېټې څخه تر ۱۴ نېټې پورې د بنګلادېش هېواد چېټاګونګ ښار کې په لاره اچول کېږي.

Pages