پیټر شګرټ وروسته له هغه چې د ده تر روزنې لاندې افغان لوبډلې د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولیو د ګروپي سیالیو په وروستۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړه په یو خبري کنفرانس کي له رسنیو سره د یادې لوبې په اړه خبري وکړې. ده وویل: "هر څوک تیروتنه کوي، زه هم تیروتنه کولای شم. یو څوک باید مسئولیت ومني او په دې ډله کې زه مسئولیت منم. که تاسو څلور ګولونه وهلی شئ نو یو ګول هم خوړلی شئ."

شګرټ په نیمه پایلوبو کې د خپل سیال په اړه وویل چې په یاد ټورنمنټ کې د سریلانکا په مخکې تلو حیران شوی دی.

"موږ باید د سریلانکا احترام وکړو. دوی ښه لوبه تر سره کړه. ما فکر نه کاوه چې دوی به نیپال ته ماتې ورکړي خو دوی همدارنګه د هند په وړاندې هم په زړه پوري لوبه تر سره کړه."

افغانستان په ټولو ګروپي سیالیو کې بریدګره لوبه تر سره کړه، شګرټ وویل چې دا هغه څه وو چې ده ورباندې کار کړی دی.

"دا ډیره مهمه ده چې زموږ مینه وال زموږ له لوبو خوشاله وي. هر وخت مي د ۱-۰ بریاوې نه خوښیږي."

ده د فیصل شایسته ته د لوبډلمشري د مسئولیت د سپارلو په اړه وویل چې يې سمه پریکړه کړې ده.

"فیصل زما لپاره یو له غوره لوبغاړو څخه دی خو اوسمهال کیدای شي دی تر ټولو غوره وي. دی هر وخت په یوولس کسیزه لوبډله کې شتون لري. موږ ته دا مهمه ده چې دی هر وخت د پوره روغتیا خاوند او لوبې ته چمتو وي. څو اونۍ وړاندې دی یو عادي لوبغاړی وو خو ما دی د لوبډلې کپټان کړ او فکر کوم چې سمه پریکړه مې کړه ده، دې پریکړې نه یوازې زموږ په لوبه تاثیر کړی دی بلکه دی یو ښه مشر هم دی."

افغانستان به د مرغومې په لسمه نیټه د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولیو په نیمه پایلوبو کې د سریلانکا په وړاندې د لوبې ډګر ته ووزي. دا لوبه به په کاریاواټوم کې د ټریوانډرم په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.