د "آسیا خوب" هغه مهمه جایزه  ده چې په افغانستان کې د موبي ګروپ شرکت، د چین سونګ چینګ لېنګ بنسټ او له سعودي عربستان څخه شهزادګي سلطان بن فهد بن عبدالعزیز تېره شپه( دوشنبې دغويي۶مه) د آسیا فوټبال کنفدراسیون څخه ترلاسه کړه.

تېره شپه د آسیا د فوټبال کنفډراسیون د آسیا د خوب په نوم یوه مهمه جایزه د افغانستان موبي ګروپ، د چین سونګ چینګ لینګ شرکت او د عربستان شهزاده سلطان بن فهد بن عبدالعزیز ته ورکړه. 

دغه جایزه هر کال په درېیو برخو کې ورکول کېږي چې په هغه کې لوی شرکتونه، نا دولتي بنسټونه  اواشخاص شامل دي. 

هغه کسان، بنسټونه او شرکتونه پر دغه جایزه لمانځل کېږي چې له فوټبال څخه يې په ټولنیز پرمختیا کې د یوه مهم عنصر په توګه ګټه اخیستې وي. 

دغه جایزه د فوټبیال کنفدراسیون ټولنیزو مسوولیتونو کمېټې رئیس، احمد عید لخوا د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شوه.

موبي ګروپ د لویو شرکتونو په برخه کې دغه جایزه ترلاسه کړه، ځکه چې په افغانستان کې یې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو  او د ټولنیزو پرمختیايي چارو په ډګر د پام وړ هڅې کړي دي.  

د آسیا کنفدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:"موبي ګروپ په ۲۰۱۴ کال کې د د افغانستان روشن غوره لیګ په ترڅ کې د نجونو د فوټبال د اتلولۍ لیګ رامنځته کړی دی. هغه تبلیغات چې په دې برخه کې وشول د دې پروژې مهمه برخه وه."

په افغانستان کې د موبي ګروپ اجرايوي رئیس، شفیق ګوهري وویل:"هغه تبلیغات او ویاړنې چې د نجونو فوټبال په برخه کې نندارې ته وړاندې شول افغانستان کې د نجونو د فوټبال لپاره زیاتې مهمې دي. فوټبال خنډونه مات کړي او خلک یې سره نږدې کړي دي. د په افغانستان کې د نجونو فوټبال لا تر اوسه خپل لومړي قدمونه پورته کوي.."