سې‎شنبې د ۱۳۹۵ کال د وږې ۲ نېټه، کابل – د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۲ نېټه د افغانستان فوټبال فډراسیون په انګړ کې یوه رسمي غونډه په لاره واچول چې په ترڅ کې یې د د افغانستان روشن غوره لیګ د پیل نېټه د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۴ نېټې، د پنجشنبې په ورځ له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ اعلان شو. دې خبري کنفرانس کې ښاغلي یوسف کارګر د افغانستان فوټبال فډراسیون فني معاون، ښاغلي ضیاء آریا د افغانستان روشن غوره لیگ معاون کمیشنر او ښاغلي شریف شریفي د روشن شرکت عامه اړیکو رییس ګډون درلود.

د ‎پرانېستنې محفل د ځینې بېلابېل او په زړه‎پورې خپرونو سره، لکه، په ژوندۍ بڼه د دریو افغان‎ستورو له خوا د افغانستان روشن غوره لیګ د سندرې ترسره کونه او همدارنګه د ګډون‎کوونکو له خوا د افغانستان جمهوري اسلامي درې‎رنګه بیرغ سره د اسټدیوم ښکلول او داسې نورو هیجانوونکي خپرونو سره لمانځل کېږي.

د پرانېستنې محفل وروسته، د دې ټورنمنټ لومړۍ سیالۍ د سپین‎غر بازان (د تېر کال اتل او د ختیځ استازی) او د سیمرغ البرز (د شمال استازی) تر منځ ترسره کېږي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۵۹ کال د زمري په ۱۶ نېټه، ‎د یوې روښانه پچه‎اچونې او ژوندۍ بڼې ټلویزوني خپور سره ټولې لوبډلې په دوو A او B ډلو کې ووېشل شوه.

د پرانېستنې محفل او ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د هېواد د ننه او بهر، د افغانستان ۵۷ سلنه جمعیت (څه دباندې ۱۸.۶ میلیونه افغانانو) د سپین‎غر بازان او شاهین آسمایي تر منځ د افغانستان روشن غوره لیګ پایلنې سیالۍ ننداره کړه. (سروې ۲۰۱۵ کال).

ښاغلی کرام‎الدین کریم د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس وایي: "په تېرو څلورو څپرکو کې موږ د ملي لوبډلې په بېلابېل عمر لرونکي لوبډلو او همدارنګه د هېواد ملي لوبډلې د مشرانو ټیم کې د افغانستان روشن غوره لیګ څخه د نوي لوبغاړو د شتون شاهدان وو. ‎موږ وکولای شو داخلي لوبغاړي چې د ملي لوبډلې غړیتوب لري، د دې لیګ څخه غوره کړو او دې لیګ د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنې آسانتیا برابره کړې. موږ د ملي لوبډلې د ۱۹، ۲۱، او ۲۳ کلنو لپاره هم وکولای شو غوره لوبغاړي وړاندې کړو چې اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبډلو کې کې شتون لري چې همدارنګه په ملي لوبډلې کې هم د هغو د غوره ځلېدنې شاهدان وو."

ښاغلي کریم خواجه د روشن شرکت اجراییوي رییس وایي: "موږ په روشن شرکت کې د ورزش څخه د ملاتړ لپاره ژمن یو. ورزش په اصل کې یوې ځانګړې موخې ته د رسېدو لپاره یو ډله‎ییز کار دی. له همدې چلند سره، د افغانستان روشن غوره لیګ ټولو ځوان افغانانو لپاره یو فرصت برابر کړی تر څو له یو بله سره د غوره استعدادونو د ځلېدنې لپاره هلې‎ځلې وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ څخه زموږ ملاتړ د دې لامل شوی چې افغان ځوانان وکولای شي په نړیواله ورزشي لوبغالو کې خپل د هېواد څخه په سمه توګه استازیتوب وکړي او خپل د خلکو لپاره ویاړ ترلاسه کړي."

ښاغلي شفیق ګوهري د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر وایي: "په هېواد د ګڼ شمېر ستونزو سربېره، د افغانستان روشن غوره لیګ وکولای  شو خپل تېر څلور څپرکي خپل د شریکانو پرلپسې همکاریانو سره پای ته ورسوی. موږ د افغانستان روشن غوره لیګ دوام ته چې په افغانستان کې د فوټبال لومړی مسلکي لیګ دی، ژمن یو. اوس‎مهال د افغانستان روشن غوره لیګ د هیله‎منتیا او ملي وحدت سمبول پېژندل کېږي او هر افغان د وږې په میاشتې کې د ټورنمنټ د پیل انتظار باسي."