د افغانستان د فوټبال فدراسیون، روشن-په افغانستان کې مخکښ مخابراتي شرکت- او موبي ګروپ-د افغانستان تر ټولو لویه رسنیزه ډله د افغانستان روشن غوره لیګ د پنځم پړاو د ټاکنیزو سیالو چې د شنه لوبغالي په نامه یادیږي د اعلانولو ویاړ لري. دا به سږ کال د افغانستان روشن غوره لیګ د سیمه اییزو ټورنمنټونو پیل وي چې ټاکل شوې ده د کب میاشتې له ۲۰ نېټې شروع او وروسته د هیواد په اتو مختلفو زونونو کې په لاره واچول شي.

موږ هیله لرو چې هغه شور او زوږ چې تیر کال د دې لیګ لپاره موجود وو یو ځل بیا را ژوندی کړو. د «۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ» د هغو ځوانو فوټبالېسټانو لپاره د افغانانو د شور او زوږ شاهد وو چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه له فوټبال سره د مینې او لېوالتیا په پار او د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ د جام د ګټلو لپاره له یوبل سره په سیالۍ بوخت شول.

الطاف لدک، د روشن مخابراتي شرکت د عملیاتي چارو عمومي رئیسوویل:"روشن د افغانستان روشن غوره لیګ له پیل څخه له دې لیګ څخه ملاتړ کړی دی تر څو افغانانو ته داسي فرصتونه برابر کړي چې دوی خپل مهارتونه وښيي او په ملي کچه وځلیږي. خو له دې څخه مهمه بیا دا چې داسي نوښتونه به افغان ځوانانو ته چې د افغانستان د نفوس ډیری برخه جوړوي، داسي فرصتونه ورکړي تر څو په نړیواله کچه په غټو ټورنمنټونو کې هم ښه وځلیږي."

د افغانستان د فوټبال فډراسیون رییس، کرام الدین کریم،  وویل: "د افغانستان د فوټبال فدراسیون ډیر زیات خوشحال دی چې موږ د افغانستان روشن غوره لیګ د پنځم پړاو پیل ته نږدې کیږو او هڅه کوو تر څو د غوره لیګ دا پړاو د نورو څلورو پړاوونو په څیر په بریالیتوب پای ته ورسیږي.

یو ملت یو غږ د افغانستان روشن غوره لیګ شعار دی او دا لیګ په دې توانیدلی دی چې په عمل کې هم همدا شعار پلی کړي، دې لیګ نړیوالو ته وښووله چې فوټبال کولای شي په یاد شعار باندې ډیر اغیز ولري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له موبي ګروپ او د روشن له مخابراتي شرکت سره په ګډې همکارۍ کې په دې توانیدلی دی چې دا لیګ په تیرو څلورو کلونو کې په سم ډول تر سره کړي. سږ کال موږ یو ځل بیا هیله لرو چې دا لیګ له هغه نه هم ښه او لا ډېر برم سره تر سره شي."

شفیق ګوهري،د موبي ګروپ اجرائیه رئیس او د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر، وایی چې: "له امنیتی او اقتصادي ګواښونو سره سره موږ ویاړو چې د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم پړاو  د شنه لوبغالي د سیمه اییزو ټورنمنټونو په لاره اچولو سره پیل کوو. د افغانستان روشن غوره لیګ د هیواد په ځوانانو باندې د یوه موثرې او اغیزلرونکې وسیلې په توګه تل خپل اهمیت ثابت کړی دی. دې لیګ تل د دوه اړخیز احترام، د یو بل منلو، سولې او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې نه دي سپمولې."