نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې ۱۲ نېټه، د کابل استازی «شاهین آسمایي» د «اباسین څپې»، د افغانستان ختیځ حوزې استازي پر وړاندې ځي. دا لوبه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال شپږمه لوبه ده چې د افغانستان فوټبال فډراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

دا لوبه، دې څپرکې کې د شاهین او اباسین څپې دوهمه لوبه ده. 

تېره اونۍ، د شاهین آسمایي لوبډله چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک د اصلي مدعیانو څخه ګڼل کېږي، په یوې ګرانې سیالۍ کې د ۲ – ۰ پایلې سره د طوفان هریرود څخه مغلوب شوه، دا ماتې د شاهین آسمایي واکمني او پیاوړتیا ته تاوان رسولی. له دې سره چې د دې لوبډلې پلویان د خپلې لوبډلې د کړنې څخه دومره راضي نه ښکاري مګر شاهین اوس لا هم د افغانستان روشن غوره ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني او پایلني پړاو ته د لارې موندنې په اړه ژمن دی. د پلازمینې استازی د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال دوهم اتل دی. 

که څه هم پنځم څپرکې کې د اباسین لوبډلې په ترکیب او تلن‎لارو کې ډېر بدلونونه راغلي، خو دې لوبډلې خپله لومړې سیالۍ د ۳ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان ته وبایلل. له دې سره چې دا لوبډله یوه کمزورې لوبډله ګڼل کېږي ځکه چې هغوی د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم څپرکې په ټول بهیر کې د پام وړ لاس‎ته راوړنه نه درلوده، مګر دا لوبډله اوس لا هم نیمه‎پایلني او پایلني پړاو ته د لارې موندنې لپاره ډېره هیله‎منه ده. ۶ نوي لوبغاړي د کابل څخه د دې لوبډلې په ترکیب کې ملحق شوي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.