افغانستان د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې د جاپان، سنګاپور، کمبوډیا او سوريي له لوبډلو سره یو ځای شوی دی. تر اوسه افغانستان د کمبوډیا په وړاندې دوې بریاوې تر لاسه کړې دي خو د خپلو نورو سیالانو په وړاندې بیا په کومي بریا نه دی بریالی شوی. افغانستان به نن د ماسپښین په ۳ بجود جاپان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووزي. افغانستان د جاپان په وړاندې خپله لومړنۍ لوبه د وږي میاشتې په ۱۷ نیټه د ۶-۰ په پایلې سره وبایلله. په دې ګروپ کې د افغانستان وروستۍ لوبه د سنګاپور په وړاندې د وري په لسمه نیټه تر سره کیږي.

که څه هم افغانستان د آسیایي کنفدراسیون له بنسټ ایښودونکو غړو څخه وو خو تر  اوسه په نړیواله کچه يې له ځانه ځانګړې وړتیا نه ده ښودلې. دوی هیڅکله هم د آسیا د ملتونو جام ته نه دي وتلي او د نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې هم تل ژر وتلي دي.

له دوو لسیزو جنگ او سیاسي بي ثباتۍ وروسته د افغانستان لوبډلې یو ځل بیا په ۲۰۰۲ کال کې خپل فوټبال پیل کړ او په ۲۰۱۳ کال کې يې د سویلي آسیا د لوبو اتلولي تر لاسه کړه.

د افغانستان د ملي لوبدلې نوی روزنکې پیتر شګرټ د ملي لوبډلې د روحیې په لوړولو کې ښې لاسته راوړنې درلودلي دي، ده همدارنګه له لوبډلې سره مرسته وکړه چې د د تیر کال د سویلي آسیا د فوټبال د لوبو نایبه اتله لوبډله شي. شګرټ یو کرواسي الاصله جرمنی روزونکی او د فوټبال پخوانی لوبغاړی دی.

د دې ښکلې او په زړه پوري لوبې لیدل له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه مه هیروئ.