د افغانستان فوټبال فدراسیون انظباطي کمېټې په دې اونۍ کې د میوند اتلانو د ټیم د دریو غړو او سر روزونکي د ځنډولو حکم ورکړ.
محمد یونس دفاعي لوبغاړی . عبدالقیوم څپاند ګولکیپر او د دې ډلي مخکښ فیض محمد فیضي، د دوو کلونو لپاره د افغانستان فوټبال فدراسیون له رسمي لوبو څخه منع شول. تېره اونۍ د عقابان هندوکش په وړاندي د لوبي پر مهال، محمدیونس د میوند اتلانو ټیم دفاعي لوبغاړي د لوبي حکم یا څارونکی تر وهلو ټکولو لاندي راوست. په داسې حال کې چې فیضي او څپاند څارونکي ته سپکې سپوري خبري وکړې.
د لوبډلي سر روزونکی مختار روفي په لوبه کې د خپلو لوبغاړو په کنترول کې د پاتي راتلو له امله د څلورو کلونو لپاره د کار څخه محروم کړل شو.
یاد شوی هر تن د استیناف (د بیا کتني لپاره غوښتنه ) حق لري. په دې ترڅ کې ، د میوند اتلانو ډله به ۲۰۱۳ فصل خپله دریمه او وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ، د سیپټېمبر په شلمه د شاهین آسمایې په وړاندي تر سره کړي. د میوند اتلانو ډلي خپلي لومړنۍ دواړه لوبي بایللي دي او له دې امله په نیمه پایلوبه کې د ګډون تمه نه لري.