د افغانستان فوټبال فدراسیون انظباطي کمېټې په دې اونۍ کې د میوند اتلانو د ټیم د دریو غړو او  سر روزونکي د ځنډولو حکم ورکړ.

محمد یونس دفاعي لوبغاړی . عبدالقیوم څپاند ګولکیپر او د دې ډلي مخکښ فیض محمد فیضي، د دوو کلونو لپاره د افغانستان فوټبال فدراسیون له رسمي لوبو څخه منع شول. تېره اونۍ د عقابان هندوکش په وړاندي د لوبي پر مهال، محمدیونس د میوند اتلانو ټیم دفاعي لوبغاړي د لوبي حکم یا څارونکی  تر وهلو ټکولو لاندي راوست.  په داسې حال کې چې فیضي او څپاند څارونکي ته سپکې سپوري خبري وکړې.

د لوبډلي سر روزونکی  مختار روفي  په  لوبه کې د خپلو لوبغاړو په کنترول کې د پاتي راتلو له  امله د څلورو کلونو لپاره د کار څخه محروم کړل شو.

یاد شوی هر تن د استیناف (د بیا کتني لپاره غوښتنه ) حق لري.  په دې ترڅ کې ، د میوند اتلانو ډله به   ۲۰۱۳ فصل خپله دریمه او وروستۍ لوبه  د جمعې په ورځ، د سیپټېمبر په شلمه د شاهین آسمایې په وړاندي تر سره کړي. د میوند اتلانو ډلي خپلي لومړنۍ دواړه لوبي بایللي دي او له دې امله په نیمه پایلوبه کې د ګډون  تمه نه لري.