د پنجشنبې ورځي لوبه چې د سهار په ۹ بجو دغازي په لوبغالي کې د شاهین آسمایې او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شاهین آسمایې د تل په څیر لومړۍ نیمایې د څو پاسونو په ترسره کولو تر خپل واک لاندي راوسته. په لومړۍ نیمایې کې حشمت بارکزي ګول وهنه وکړه او دا دلومړۍ نیمایې یوازینی ګول وو.
په دویمه نیمایې کې د آمو لوبډلي ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه. رحیم علی آبادي د لوبي مساوي ګول په شپږ پنځوستمه دقیقه کې تر سره کړ خو له لږ ځنډ وروسته جعفر صدیقي دویم ګول د موج های آمو په ګټه تر سره کړ او لوبه یې د ۱-۲ په توپیر سره د موج های آمو په ګټه وساتله.
د دویمې نیمایې په لړ کې، د موج های آمو لوبډلي د څو ښکلو شاټونو په ترڅ کې د لوبي کنټرول تر خپل واک لاندي راووست چې په پایله کې د لوبي په دري اویایمه دقیقه کې جعفر صدیقی د لوبي دریم ګول د خپلي لوبډلي په ګټه تر سره کړ او دګولونو ټولګه یې ۳ ګولونو ته ورسوله.
عمران ولي زاده، د شاهین آسمایې لوبډلي یو ځوان او با استعداده لوبغاړي وکولای شول د لوبي په اوه اتیایمه دقیقه کې د خپلي لوبډلي په ګټه دویم ګول تر سره کړ. سره له دې چې د شاهین آسمایې لوبډلي هڅه وکړه تر څو ډیر ګولونه تر سره کړي اما ویې نکړای شول چي د آمو غښتلی دفاعی لیکه ماته کړي.
د موج های آمو لوبډلي لپاره دا یو ښه پیل وو. هغوی وکړای شول د شاهین آسمایې لوبډلي ته چې د روشن افغانستان غوره لیګ دوه ځلي اتله لوبډله ده، ماتې ورکړي.
دا ملګریزه لوبه د روشن افغانستان غوره لیګ د ملګریزو لوبو د مهال ویش سره سم تر سره شوه. د روشن افغانستان غوره لیګ اصلی ټورنمټ لوبي د سنبلي په ۵ نیټه پیلیږي.