د جوزجان سیمه ییز ټورنمنټ د مې د ٢٢نېټې څخه تر ٢۵ نېټې پورې د جوزجان ولایت د مرکز د شبرغان د فوټبال په سټدیوم کې په لاره واچول شوو. د جوزجان ، سرپل ، سمنگان ، فاریاب، آرمان بلخ او امید بلخ په نوم شپږ ټیمه، د شمال د سیمې هغه ۵ولایتونه ول چې په دې ټورنمټ کې د ګډون لپاره د ډیرو سختو ستونزو په زغملو سره راغلي ول تر څو وکولائ شي خپل هیلې په ریښتیا بدلې کړي.
د فوټبال زرګونه پر شوره مینه وال د جوزجان د سیمه ییز ټورنمنټ لپاره چې د " سیمرغ البرز" د ټیم د لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترتیب شوي وه، راټول شوي ول. مینه وال د سرپل، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو د لرې سیمو څخه د خپل ټیم د هڅولو لپاره راټول شوي ول. د فاریاب او جوزجان تر منځ په سیمه کې د هغوي د تل پاتې سیالۍ لپاره لوبه ډیره ستونزمنه او فزیکي وه. هیجان او خوښۍ د مینه والو په څیرو کې ښکاریده او د هغوي ګڼ شمېر ګډون د فوټبال سره د شمالیانو د مینې ښکارندوئ وه. په تېرو دوو لیګونو کې ګډون او د ملي ټیم بریالیتوبونو د ځینو لوبغاړو لپاره هیجان او ښه انګیزه رامنځته کړې وه په داسې توګه چې د هغوي غوره نندارې په ذهنونو کې د یو ښه ملي ټیم د درلودو هیله ژوندۍ کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د هر لوبغاړي د مهارت او کړنې پر بنسټ، د دې ۶ ټیمونو له ډلې ۲۶ کسه وټاکل. د دې لوبغاړو شمېر به د جون په ۳۰ نېټه په یوې ډله ییزې لوبې کې د یوې دقیقې ټاکنې څخه وروسته ۲۱ کسانو ته راټیټ شي. ۲۶ لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کیږي چې د یو بل په وړاندې به سیالۍ ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسؤلین به په دې لوبه کې د وروستیو ۲۱ کسانو لست وټاکي چې په رسمي توګه به د شمال له سیمې او د " سیمرغ البرز" د ټیم څخه استازیتوب وکړي.
د سیمرغ البرز تیم ۲۶ کسیزه لوبدالو لست |
|||
شماره | اسم |
پست | |
۱ | عبدالخبیر بختیار | گول ساتونکی | |
۲ | علی میثم صفدری | گول ساتونکی | |
۳ | حکمت الله مرادی | گول ساتونکی | |
۴ | عبدالحمید احمدی | مرکزی لوبدله | |
۵ | عبدالقدیر توانا | بازیکن مرکز | |
۶ | بشیر شکور | مرکزی لوبدله | |
۷ | عنایت الله کریمی | بازیکن مرکز | |
۸ | فیاض عزیزی | دفاع مرکز | |
۹ | حشمت الله شایق | دفاع مرکز | |
۱۰ | محمد نسیم مرادی | دفاع چپ | |
۱۱ | مصطفی رضایی | دفاع راست | |
۱۲ | امید نصیب | دفاع راست | |
۱۳ | رومان صدیقی | دفاع | |
۱۴ | سید عبیدالله حبیبی | دفاع | |
۱۵ | اسدالله حمیدی | دفاع | |
۱۶ | بریالی صافی | دفاع | |
۱۷ | حسین رضایی | دفاع | |
۱۸ | خیرالله ضیایی | دفاع | |
۱۹ | محمد حسین محمدی | دفاع | |
۲۰ | مرتضی قادری | دفاع | |
۲۱ | سهیل حکیم | دفاع | |
۲۲ | عباس رضایی | دفاع | |
۲۳ | فرهاد سوگند | فارورد | |
۲۴ | منیرالحق ندیم | فارورد | |
۲۵ | میدالله کاتب زاده | فارورد | |
۲۶ | شاه محمود رحیمی | فارورد |