د جوزجان سیمه ییز ټورنمنټ د مې د ٢٢نېټې څخه تر ٢۵ نېټې پورې د جوزجان ولایت د مرکز د شبرغان د فوټبال په سټدیوم کې په لاره واچول شوو. د جوزجان ، سرپل ، سمنگان ، فاریاب، آرمان بلخ او امید بلخ په نوم شپږ ټیمه، د شمال د سیمې هغه ۵ولایتونه ول چې په دې ټورنمټ کې د ګډون لپاره د ډیرو سختو ستونزو په زغملو سره راغلي ول تر څو وکولائ شي خپل هیلې په ریښتیا بدلې کړي.

د فوټبال زرګونه پر شوره مینه وال د جوزجان د سیمه ییز ټورنمنټ لپاره چې د " سیمرغ البرز" د ټیم د لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترتیب شوي وه، راټول شوي ول. مینه وال د سرپل، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو د لرې سیمو څخه د خپل ټیم د هڅولو لپاره راټول شوي ول. د فاریاب او جوزجان تر منځ په سیمه کې د هغوي د تل پاتې سیالۍ لپاره لوبه ډیره ستونزمنه او فزیکي وه. هیجان او خوښۍ د مینه والو په څیرو کې ښکاریده او د هغوي ګڼ شمېر ګډون د فوټبال سره د شمالیانو د مینې ښکارندوئ وه. په تېرو دوو لیګونو کې ګډون او د ملي ټیم بریالیتوبونو د ځینو لوبغاړو لپاره هیجان او ښه انګیزه رامنځته کړې وه په داسې توګه چې د هغوي غوره نندارې په ذهنونو کې د یو ښه ملي ټیم د درلودو هیله ژوندۍ کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د هر لوبغاړي د مهارت او کړنې پر بنسټ، د دې ۶ ټیمونو له ډلې ۲۶ کسه وټاکل. د دې لوبغاړو شمېر به د جون په ۳۰ نېټه په یوې ډله ییزې لوبې کې د یوې دقیقې ټاکنې څخه وروسته ۲۱ کسانو ته راټیټ شي. ۲۶ لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کیږي چې د یو بل په وړاندې به سیالۍ ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسؤلین به په دې لوبه کې د وروستیو ۲۱ کسانو لست وټاکي چې په رسمي توګه به د شمال له سیمې او د " سیمرغ البرز" د ټیم څخه استازیتوب وکړي.

د سیمرغ البرز تیم ۲۶ کسیزه لوبدالو لست
شماره اسم
پست
۱ عبدالخبیر بختیار گول ساتونکی
۲ علی میثم صفدری گول ساتونکی
۳ حکمت الله مرادی گول ساتونکی
۴ عبدالحمید احمدی مرکزی لوبدله
۵ عبدالقدیر توانا بازیکن مرکز
۶ بشیر شکور مرکزی لوبدله
۷ عنایت الله کریمی بازیکن مرکز
۸ فیاض عزیزی دفاع مرکز
۹ حشمت الله شایق دفاع مرکز
۱۰ محمد نسیم مرادی دفاع چپ
۱۱ مصطفی رضایی دفاع راست
۱۲ امید نصیب دفاع راست
۱۳ رومان صدیقی دفاع
۱۴ سید عبیدالله حبیبی دفاع
۱۵ اسدالله حمیدی دفاع
۱۶ بریالی صافی دفاع
۱۷ حسین رضایی دفاع
۱۸ خیرالله ضیایی دفاع
۱۹ محمد حسین محمدی دفاع
۲۰ مرتضی قادری دفاع
۲۱ سهیل حکیم دفاع
۲۲ عباس رضایی دفاع
۲۳ فرهاد سوگند فارورد
۲۴ منیرالحق ندیم فارورد
۲۵ میدالله کاتب زاده فارورد
۲۶ شاه محمود رحیمی فارورد