اوږد انتظار بلاخره پای ته رسېږي؛ د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ، نن پیلېږي او د دې سیالیو ډلهییز پړاو لومړنې سیالۍ کې، د هېواد شمالختیځ زون استازې، موجهای آمو، د شاهین آسمایي، د هېواد پلازمینې او همدارنګه د شپږم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې پر وړاندې ځي. دا هیجانوونکې سیالۍ نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۵ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.
د پچې اچونې پر اساس، شاهین آسمایي او موجهای آمو د دې سیالیو په «الف» ډلې کې، د سپینغر بازان او د اباسین څپې لوبډلو تر څنګ ځای لري. د سپینغر بازان د تېرکال ډلهییز پړاو کې د یو ګول سره موجهای آمو ته ماتې ورکونې سره خپل ځان خوندي کړ مگر د اباسین څپې د میوند اتلان له خوا، چې سږ کال په «ب» ډلې کې ځای لري، ماتې وخوړل او په پرلپسې توګه یو ځل بیا نیمهپایلني پړاو ته د رسېدنې څخه وړاندې حذفه شوه.
تېر کال، موجهای آمو د ډلهییز پړاو نهمې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ولوبېدل. یادې لوبې کې آمو د مستقیم برید تلنلارې پر ځای، دفاعي چلند غوره کړ مګر لهخواشینیه سره چې دا تګلاره هم آمو ته د ګټې وړ نه شوه او د نوموړې لوبډلې سیال، شاهین آسمایي دوه ګولونه ترسره کړل. که څه هم سږ کال، په هماغې اندازې چې شاهین د پیاوړتیا دعوا لري، موجهای آمو ټینګار کوي چې ښه چمتوالې لري او غواړي په دې لومړنۍ کتنې کې، ځینې لوبډلې تر خپل اغېزې لاندې راولي او همدرانګه خپل د پلویانو اعتماد هم ترلاسه کړي.
ښاغلي غلام فاروق اصیل، د موجهای آمو مرستیال روزونکي وویل: «څرنګه چې تاسو معلومات لرئ، نن ټاکل شوې ده موجهای آمو د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې پیلنې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ولوبېږي. څرنګه چې مې مخ کې هم یادونه وکړه، تاسو به د موجهای آمو لهخوا د یو غوره پیل شاهدان ووسئ. که څه هم دا یوه ګرانه او ساښکونکې سیالۍ ده مګر موږ هڅه کوو، او دې ته ژمن یو چې د دې میدان ګټوونکي ووسو. موږ خپلې ځانګړې چمتووالې لرو. لوبغاړي مو د ډېر سترې انګېزې څخه برخهمن دي او پر خپل نفس باندې اعتماد یې هم لوړ دی. هیلهمن یو چې یوه ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو او د هغو زدهکړو سربېره چې د لوبډلې روزونکي زموږ لوبغاړو ته وړاندې کړي، موږ تمه لرو چې هغه په میدان کې پلي شي او موږ د دې سیالۍ ګټونکي شو».
ښاغلي مجتبی فیض، د شاهین آسمایي روزونکي وویل: «د یوې اونۍ راهیسې زموږ چمتووالې پیل شوي. زموږ لوبغاړي د ټولو ولایتونو څخه رسېدلي او تمرینونه یې د څلورو ورځو راهیسې دوام لري. زموږ نړیواله روزونکی هم رسېدلی. شاهین تل د بریا لپاره میدان ته د ننه کېږي او سږ کال هم د نندارهچیانو او همدارنګه د خپل پلویانو د خوشالۍ لپاره، شاهین هڅه کوي ترڅو د دې سیالۍ ګټونکی شي.» هغوی په دوام کې وویل: «د ډلهییز پړاو لومړۍ سیالي په مجموعي توګه ګرانه وي مګر زموږ هڅه دا ده چې په دې سیالۍ کې ګټونکي شو او وکولای شو د وروستۍ سیالۍ لپاره خپل کار آسانه کړو».
د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ پرانېستنې مراسم او همدارنګه د موجهای آمو او شاهین آسمایي تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.