د سپینغر بازان او عقابان هندوکش تر منځ د پام وړ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۶ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیوند سټوډیوم کې په لاره اچول کېږي. دا د افغانستان غوره لیګ د ډلهییز پړاو یوولسمه سیالۍ ده.
له دې نه وړاندې د «الف» ډلې څخه، شاهین آسمایي په خپلې لومړۍ کتنې کې د ۲ – ۰ پایلې سره موجهای آمو ته ماتې ورکړه او نیمهپایلني پړاو ته یې لاره وموندل. موجهای آمو و نه شو کولای کوم امتیاز ترلاسه کړي او ډېر ژر له ډلهییز پړاو څخه حذفه شوه. د «الف» ډلې دوې نورې لوبډلې، عقابان هندوکش او د سپینغر بازان اوسمهال درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي او د نن ورځې سیالۍ د دواړو لوبډلو برخهلیک ټاکي.
د سپینغر بازان هم په خپلې لومړۍ کتنې کې د ۴ – ۳ پایلې سره خپل سیال، شاهین آسمایي پر وړاندې ماتې وخوړل، په داسې حال کې چې دویمې سیالۍ کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره موجهای آمو ته ماتې ورکړه. فهیم افکار، د عقابان هندوکش کپټان وویل: «موږ په بشپړه توګه هڅه کوو چې خپله دفاعي کرښه تړلې وساتو او نیمهپایلني پړاو ته د لارې موندنې لپاره د خپل اړتیا وړ امتیازونه ترلاسه کړو. موږ د بریا لپاره خپلې بشپړې هلېځلې کوو.»
بلې خوا ته، عقابان هندوکش و نه شو کولای په خپلې لومړۍ کتنې کې د موجهای آمو پر وړاندې ښه وځلېږي او په پای کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره د خپل سیال څخه ماتې وخوړل. که څه هم، په وروستۍ کتنې کې، عقابان د خپل سیال پر وړاندې ډېره پیاوړې ښکاره شوه او د ۲ – ۰ پایلې سره یې د شاهین آسمایي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د عقابان هندوکش لوبډلې په شپږم څپرکې کې د غوره لیګ ځینې تر ټولو غوره څیرې په خپلې لوبډلې کې جذب کړي او دا بهیر یې د ډېرې سترې انګېزې سره پیل کړی. احمد ضیاء، د عقابان لوبډلې مدیر وویل: «عقابان هندوکش لوبډلې د پاسونو هماهنګۍ او همدارنګه د بریدونو ترتیب لپاره ګران تمرینونه ترسره کړي او پرته له شکه چې موږ نن د سپینغر بازان لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه ترسره کوو. عقابان هندوکش لوبډلې په تېرې سیالۍ کې د پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې ته ماتې ورکړه او موږ باور لرو چې د نن ورځې سیالۍ کې هم بریالي کېږو.»
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړهپورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.