د سپین‎غر بازان او عقابان هندوکش تر منځ د پام وړ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۶ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیوند سټوډیوم کې په لاره اچول کېږي. دا د افغانستان غوره لیګ د ډله‎ییز پړاو یوولسمه سیالۍ ده. 

له دې نه وړاندې د «الف» ډلې څخه، شاهین آسمایي په خپلې لومړۍ کتنې کې د ۲ – ۰ پایلې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړه او نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. موج‎های آمو و نه شو کولای کوم امتیاز ترلاسه کړي او ډېر ژر له ډله‎ییز پړاو څخه حذفه شوه. د «الف» ډلې دوې نورې لوبډلې، عقابان هندوکش او د سپین‎غر بازان اوس‎مهال درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي او د نن ورځې سیالۍ د دواړو لوبډلو برخه‎لیک ټاکي. 

د سپین‎غر بازان هم په خپلې لومړۍ کتنې کې د ۴ – ۳ پایلې سره خپل سیال، شاهین آسمایي پر وړاندې ماتې وخوړل، په داسې حال کې چې دویمې سیالۍ کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړه. فهیم افکار، د عقابان هندوکش کپټان وویل: «موږ په بشپړه توګه هڅه کوو چې خپله دفاعي کرښه تړلې وساتو او نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې لپاره د خپل اړتیا وړ امتیازونه ترلاسه کړو. موږ د بریا لپاره خپلې بشپړې هلې‎ځلې کوو.»

بلې خوا ته، عقابان هندوکش و نه شو کولای په خپلې لومړۍ کتنې کې د موج‎های آمو پر وړاندې ښه وځلېږي او په پای کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره د خپل سیال څخه ماتې وخوړل. که څه هم، په وروستۍ کتنې کې، عقابان د خپل سیال پر وړاندې ډېره پیاوړې ښکاره شوه او د ۲ – ۰ پایلې سره یې د شاهین آسمایي لوبډلې ته ماتې ورکړه. 

د عقابان هندوکش لوبډلې په شپږم څپرکې کې د غوره لیګ ځینې تر ټولو غوره څیرې په خپلې لوبډلې کې جذب کړي او دا بهیر یې د ډېرې سترې انګېزې سره پیل کړی. احمد ضیاء، د عقابان لوبډلې مدیر وویل: «عقابان هندوکش لوبډلې د پاسونو هماهنګۍ او همدارنګه د بریدونو ترتیب لپاره ګران تمرینونه ترسره کړي او پرته له شکه چې موږ نن د سپین‎غر بازان لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه ترسره کوو. عقابان هندوکش لوبډلې په تېرې سیالۍ کې د پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې ته ماتې ورکړه او موږ باور لرو چې د نن ورځې سیالۍ کې هم بریالي کېږو.»

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.