د افغانستان د فوتبال استدیوم نن د یوې تودې سیالې شاهد د افغانستان د شمال د استازي، سیمرغ البرز په وړاندې د سپين غر بازان له ختیځ څخه وه. د سپین غر بازان د دوهم څپرکې لومړی لوبه یې طوفان هریرود ته د ۵ پر صفر پایلې سره وسپارله په داسې حال کې چې سیمرغ البرز د موجهای آمو سره په مساوي پایلې ۲ پر ۲ پای ته ورسیده.

یوه بله بده پایله لازمه ده چې دواړه ټیمونه د لیګ څخه خدای په امانې ته اړ کړي او هغوي د ناهیلي سره کور ته ولیږي د پيل څخه مونږ د یوې یو اړخیزې لوبې شاهد وو. لیدل کیده چې د سیمرغ البرز کپټان، منیر الحق ندیم، د ټیم د بل برید کوونکې لوبغاړي، فیاض عزیزی سره، د روښناېې څخه ډکه ورځ درلوده. د هغوي ښه لوبه د منځنې کرښې د لوبغاړو، محمد محمدی ۷مې شمیرې او بشیر شکوری ۱۸مې شمیرې په ملاتړ پوره کیده په دي توګه چې دي نارنجې اغوستونکو کسانو د لوبې په لومړي نیم ساعت کې د سیال په دروازه څلور خطرناکه موقیعتونه رامنځته کړل.

سیمرغ البرز بلاخره په ۳۳مه دقه کې د سپین غر بازان د دفاعې کرښې د کمزورې څخه ګټه واخیسته. محمدی د ښې ژور هافبک پاس ‌ډیر ښه خپل کړ وروسته هغه د سر په لوړې ضربې سره ‌ډیر ښه پاس ندیم ته ولیږدوه او ندیم هم په ډیر آسانې سره د ۶ مترې څخه په ګول بدل کړ. سیمرغ البرز د دي ګول څخه وروسته هیڅکله هم شاته کینناست.

د لومړي نیمې پای ته څو دقې پاتې دي، د سیمرغ البرز لوبغاړو د څو شوټونو به وهلو سره د سپین غر بازان دروازه ساتونکی یې غبرګون ته اړ کړ. د دي شوټونو څخه یو شوټ د دروازه ساتونکی په دفاع سره د دروازه له سره تیر شو. د منځنې کرښې یو لوبغاړي په ښکلي پاس سره امید نصیب ۹مه شمیره لوبغاړی یې په ښې لور کې د توپ خاوند کړ. د امید د لومړي ګول په شان توپ یې د دروازه څخه ۶ مترې فاصله ته ندیم ته ورساوه هغه هم د خپل لومړي ګول په څیر ګول ووهه. سیمرغ په لومړي نیمه کې دوه پر صفره مخ ته ولاړ. د سپین غر بازان لپاره چې په لومړي نیمه کې یې یوازې یو کارنر ته لاس وموند، دوهمه نمیه لږ څه ښه وه. د سپین غر بازان بریدکوونکې لوبغاړي په ۵۷مه دقه کې د نژدې فاصله څخه د دروازه په لور یو شوټ ولیږه چې د دراوزه له تیرک څخه په ډیرې زیاتې فاصله تیر شو، همدارنګه هغوي په ۸۶مه دقه کې د یو آزاده ضربې خاوند شول چې د دروازه د افقې تیرک څخه تیر شو.

دا خطرناکه موقیعت ډیر زیاد د هغوي لپاره رامنځته شو. ندیم په ۶۰مه دقه کې خپل هتریک پوره کړ. د هغه دریم ګول د پوپل د غلطې څخه ترلاسه شو. نصیب او حشمت الله په ترتیب سره په ۶۷مو او ۸۹مو دقو کې د سیمرغ څلورم او پنځم ګول ترسره کړ. دي ټیم یوه بله ۵ پر صفره ماته په د سپین غر بازان ومنله.

سیمرغ البرز د الف په دوره کې د حذف د خطر څخه وتښتید په داسې حال کې چې د سپین بازان به یوازې د حیثیت د ترلاسه کولو لپاره خپله دریمه لوبه ترسره کړي.
تاسو کولاي شي د لوبې پوره ویډیو دلته ووینې: