" ایمل ګریوال" په کابل کې زېږېدلی او خپل د عمر ډیری وخت یې په کابل کې تیر کړی. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، د هغه کورنۍ د نورو افغانانو په څېر پاکستان ته سفر وکړ. هغه په ۱۳۸۰ کال کې د آمریکايي پوځیانو او ناټو ځواکونو د راتګ څخه وروسته خپل زېږون ځای ته راګرځي. " مونږ په اسلام آباد او پېښور کې ښه ژوند درلود خو په بې صبرۍ سره خپل هېواد ته د راتګ په تمه وو. هیڅ ځای د خپل هېواد په څېر نه دی."
" ګریوال" په ماشومتوب کې د فوټبال سره مینه پيدا کوي. د هغه د کوچنیوالي ډیری وخت د خپل پلار، استاد محمد صابر ګریوال، سره د فوټبال په ځمکو کې تېر شو. د یوه ماشوم په څېر، هغه د لوبغاړيتوب او روزنکيتوب په برخه کې د خپل پلار د بریا وو اورېدو ته لېواله وو. د خپل عمر په دریمې لسیزې کې، " ګریوال" د اردو د یو افسر او یو فوټبالیست په توګه دنده ترسره کوي خو د یو څو مودې وروسته، په ایران کې د روزونکي په توګه د افغانستان د ۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکو لوبغاړو سیمه ییز ټیم مشري په غاړه اخلي. اوس مهال هغه د دفاع وزارت ورزشي سایت ا و د افغانستان اردو ټیم د سرروزونکي او روزونکي په توګه دنده ترسره کوي. ایمل د هغه ۱۵۰ فوټبالیست ځوانانو له ډلې څخه دی چې د خپل پلار لارې ته یې دوام ورکړ.
" ایمل" د خپل ژوند په لړ کې د خپل پلار څخه اړینې زده کړې ترلاسه کړي چې تر ټولو اړین يې تمرین کول دي. هغه په " بې زحمته راحت نشته" شعار سخت باور لري. هغه د ماشومتوب څخه تر اوسه، خپل د دروازه ساتنې تمرینونو ته ادامه ورکړې او د وخت په تېرېدو سره یې تمرینونه لانور هم زیات شوي. د هغه هڅه لامل شوه تر څو د " عقابان هندوکش" ټیم دروازه ساتونکی شي، هغه ټیم چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ څپرکي کې د اتلولۍ مرستیال شو. " که خپل ورزشي تمرینونو ته ادامه ورکړئ، په هر کار کې فعاله کېږئ او فعالیت د اتلولۍ لامل ګرځي. زه په ورزش ډېر باور لرم ځکه چې د انسان فکر او بدن پياوړی کوي. یو ښه فوټبالیست ته د بدلېدو لپاره، باید تمرین، تمرین او تمرین وکړو!"
د عقابان هندوګش "سنګر ساتونکي" د خپل غوره کړنې سره ټول حیران کړل. "عقابان" تر پایلوبې پرته له ماتې خپل کار ته ادامه ورکړه او یوازې په پایلوبه کې، د "شاهین آسمايي" په وړاندې لوبه وبایلله. سره له دې چې د پلازمېنې ټیم ۷ ملي اغوستونکي لوبغاړي خپل جوړښت کې درلودل، عقابان په دې څپرکي کې په خپلو دوو لوبو کې چې د دې ټیم سره درلودې، یوه بریا او یوه ماته یې ترلاسه کړه. هغوی په اضافه دقو کې، ۳-۲ پایلوبه " کابل" ته وبایلله. " زمونږ ټیم د شاهین اصلي سیال دی. دا ټیم د خپل لوبغاړو په یو کسیز کار بسنه کوي په داسې حال کې چې زمونږ لپاره ټیمي کار ارزښت لري. هر لوبغاړی باید خپل کار په سمه توګه ترسره کړي او د بریا لپاره، باید هر څه د مخه د ټیم په فکر اووسو."
د ټیم د کپټان په توګه، ایمل د ټیم د افغان روزونکي، " استاد معین"، او تاجکستاني مربي، " استاد اهل الدین" څخه وروسته دریم کس وو چې کولای شول د ټیم لارښود اووسي. هغه د ټول څپرکي بریاوې د دې دوو روزونکو د برکته بولي. " زما روزونکو اړینه ونډه درلوده او د هغوی له کبله مونږ د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ کې ښه کړنې درلودې. استاد معین او استاد اهل الدین مونږ ته ټیمي کار رازده کړ. هغوی د خپلو تمرینونو سره مونږ ته ګټور دفاعي او بردیز سیستمونه راوښودل. هغوی مونږ ته رازده کړل چې د بریا په وخت کې باید مغروره او د هرې ماتې څخه وروسته باید ناهیلې نشو. د خدای او زمونږ د روزونکو په ملګرتیا به، د افغانستان روشن ۱۳۹۴ غوره لیګ اتلولۍ زمونږه وي."